آیا داسې خواړه شته چې اوږده موده مو نس موړ وساتي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینې خواړه شته چې ستاسې لوږه راکموی خو آیا داسې خواړه به رښتیا هم وي چې زمونږ اشتها وسوځوي؟
ستاسې د سودا اوونیزه کڅوړه ښايي تل له خوړو ډکه وي چې د خوندور، تازه او صحي خواړو لرونکي لیبلونه پرې لګېدلي وي.
له دې محصولاتو ځینو یې ښايي دا ادعا هم کړې وي، چې له خوړولو سره یې تاسې تر اوږدې مودې په نس ماړه ساتي، خو آيا دا واقعا شونې ده چې خواړه مو اشتها وسوځوي او د نورو خوړو خوراک ته مو زړه و نه شي؟
د لندن د امپریال کالج د تغذیې او خوړو برخې مشر ګاري فروسټ وايي، داسې حال کې چې د ځینو څېړنو له مخې، زنجبیل او ترخه مرچو په ګډون ځینې خوراکي توکي د لوږې حس کمولی شي خو دا هم باید په پام کې ونیول شي چې په دغو څېړنو کې خورا ډېر خواړه کارول کېږي او پر حیواناتو یې اغېز څېړل کېږي.
د نوموړي په وینا''څېړونکي تر اوسه پر انسانانو د دغو خوړو د اغېز په اړه یوې دقیقې پایلې ته نه دي رسېدلي."
خو د امریکا په اوهایو ایالت کې د بولینګ ګرین ایالت پوهنتون د تغذیې برخې پروفیسرې مري جان لودي په مرچو کې د کپسایسنی مادې د څېړلو لپاره یوه مطالعه ترسره کړه، دا هغه ماده ده چې مرچو د تریخوالي اصلي لامل دی چې له خوړو وروسته یې د بدن حرارت لوړیږي او انسان د ګرمي احساس کوي.
په دغه څېړنه کې مېرمن لودي هڅه وکړه چې له دغې مادې په منځنۍ کچه د انسان د خوړو په معمولي رژیم کې مصرف کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغې دغه څېړنه په کور کې د خپل خوړو په رژیم کې ورو ورو د مرچو په اضافه کولو پیل کړه، نوموړې څه موده وروسته ۶ وختونو کې ۲۵ رضاکاران خپل لابراتوار ته راوبلل او د مرچو سوپ یې ورته جوړ کړ.
دغه رضاکاران به د خوړو له خوړلو وروسته تر څلور نیمو ساعتونو لابراتوار کې پاتې کېدل چې اشتها کچه او د مصرف شوې انرژۍ اندازه یې مالومه کړل شي. وروسته به بیا د مرچو سوپ ورته ورکول کېده او دا ځل یې چې څومره زړه وو هغومره به یې خوړلی شول.
د دې څېړنې له مخې، ګډونوالو د سوپ له خوړلو څلور نیم ساعته وروسته چې یو ګرام مرچ پکې اچول شوي و ۱۰ کالوري ډېره انرژي مصرف کړې وه.
هغه ګډونوال چې معمولا یې په میاشت کې یوازې یو ځل ترخه مرچ خوري وویل چې، دوی د سوپ له خوړلو وروسته یې نورو خوړو خوراک ته ډېر کم زړه کېده، او د هغو کسانو پرتله چې اوونۍ کې یې درې ځله ترخه مرچ خوړلي په دویم ځل سوپ خوراک کې یې ۷۰ کالورۍ په اندازه کم دغه خواړه خوړلي.
آغلي لودي وايي:" دا موضوع یو اړین ټکي ته اشاره کوي، چې هغه د مرچو له خوړو وروسته د خولې سوځېدل دي."
په هر صورت هغه کس کالوري اضافه چې د ترخو خوړو وروسته مو په وجود کې اضافه سوځي ډېره کمه اندازه ده او په اوږدمهال کې دومره اغېز نه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ګاري فروسټ په وینا، دا ډول څېړنې یوازې پر اشتها د خوړو پر لنډ مهاله اغېز تمرکز کوي او په اوږد مهال کې یې پر بدن اغېز نشته.
ځینې کسان بیا په دې باور دي چې شین چای هم اشتها کموي او له څکلو وروسته یې خوړو خوراک ته د خلکو زړه نه کېږي.
په دې برخه کې ۳۲ نورو ورته څېړنو هم ښودلې چې هېڅ داسې قوي شواهد نشته چې ترخه مرچ یا هم شین چای دې د اشتها د کمېدو لامل شي.
په خوراکي توکو کې یو بل څېز چې ګنګوسې یې راپورته کړي او باور دا دی چې اشتها کموي قهوه ده.
د کلفورنیا ایالت يوهنتون کې د کینیولوژۍ معاون پروفیسر میتیو شوبرت د هغو څېړنو بیاکتنه کړې چې تر دې دمه ترسره شوې دي.
هغه غوښتل مالومه کړي ایا رښتیا هم قهوه په خپل ترکیب کې داسې کومه ماده لري چې اشتها راکمه کړي که نه.
له دې ډلې یو شمېر څېړنو ښودلي چې د قهوې څکلو سره د معدې د خالي کېدو چټکوالی راکموي، دا په دې مانا چې له معدې وړو کولمو ته د خوراکی توکو د لېږد موده چې له لوږدې سره نیغه اړیکه لري راکموي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو داسې هېڅ څېړنې نه ده ښودلې چې د قهوې څښل پر وجود ځانګړی فزیولوژیکی اغیز لري او اشتها کموي.
شوبرت وايي،که په راتلونکي کې څېړنې دا ثابته کړي چې قهوه اشتها راکموي بیا هم ښايي په ورځکې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ کالوریو کم مصرف وي چې دا بیا هم ډېره لږه انداره ده.
په ځینو څېړنو کې بیا دا هم ویل شوي چې د فایبر خوړل انسان ډېر موده موړ ساتي، خو دا هم هغه وخت اغېز کولی شي چې په ډېره اندازه فایبر مصرف شي.
فراسټ په دې اړه وايي:" سپارښتنه کېږي چې مونږ ورځ کې ۳۰ ګرامه فایبر وخورو، خو انګلستان کې ډیر خلک په خپل ورځني خوراکي رژیم کې شاوخوا ۱۵ ګرامه فایبر مصرفوي، که مونږ دا اندازه ۳۰ ګرامو ته لوړه کړو، زمونږ پر اشتها به اغېز وکړي خو دا اغېز بېرته په تدریجي ډول له منځه ځي."
د پروټین په اړه هم ورته باورنه شته چې ویل کېږي اشتها کموي خو د امریکا په شمالي کرولینا کې د عامې روغتیا او تغذیې برخې پروفیسر مارتین کولمیر وایی، د دې پر ځای چې د اشتها د کمولو برخه کې پر ځانګړو خوړو تمرګز وکړو ښه ده چې کافي څښاک وکړو، اوبه وڅښو ځکه چې اوبه مو د یو څه وخت لپاره اشتها راکموي.




















