د پاکستاني پوځ مشرتابه ته نومول شوی جنرال عاصم منیر څوک دی؟

د خپرېدو وخت

د پاکستان لومړي وزیر میا محمد شهباز شریف پرېکړه کړې، چې ډګر جنرال سید عاصم منیر د پاکستاني پوځ نوي مشر په توګه وګوماري. جنرال عاصم منیر به د جنرال قمر جاوېد باجوه ځایناستی شي، چې د نومبر پر ۲۹ تقاعد کېږي.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریاله سمیره حسین په خپل رپوټ کې وايي، د غه ګومارنه داسې حال کېږي چې د پاکستان سیاسي او اقتصادي ثبات متزلزل وضعیت لري او پاکستان پوځ د هېواد په سیاسي وضعیت او بهرنۍ پالیسي کې تل مهم نفوذ درلود.

مخکینی لومړی وزیر عمران خان چې په تېره اپریل میاشت کې یې حکومت له منځه لاړ د خپلو سیاسي مخالفینو له حکومت او پوځ سره د نوي پوځي مشر ګومارل کېدو پر سر په ناندریو بوخت و.

د بي بي سي خبریاله سحر بلوچ په خپل رپوټ کې وايي، د پاکستان اطلاعاتو وزیره مریم اورنګزیب ویلي، د جنرال عاصم منیر نوم د پوځ نوي مشر په توګه د منظورۍ لپاره د پاکستان ولسمشر عارف علوي ته چې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند اړوند دی، استول شوی دی.

د لومړي وزیر له پرېکړې وروسته د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف رسنیو ته وویل، هیله ده چې ولسمشر عارف علوي به له اساسي قانون سره سم دې ګومارنه کې خنډونه نه راپیدا کوي.

جنرال عاصم منیر څوک دی؟

جنرال عاصم منیر د پنجاب راولپنډۍ ډیري حسن اباد اوسېدونکی دی او لومړی ځل په منګلا سیمه کې د پاکستاني پوځ افسرانو روزنې له کورس سره یو ځای او وروسته د فرنټیر فورس غونډ له ۲۳ کنډک سره په دنده وګومارل شو. نوموړي د مسلکي پوځي افسر په توګه د پاکستاني پوځ بېلا بېلو څانګو کې له دندې وروسته په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان پوځي استخباراتي ادارې 'ایم ای ' مشر دنده وسپارل شوه او په ۲۰۱۸ کال کې ډګر جنرالۍ ته ورسېد.

درې ستوري لرونکي جنرال عاصم منیر د اتو میاشتو لپاره د پاکستان استخباراتي ادارې ای اېس ای د مشر په توګه هم دنده ترسره کړې. د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان د حکومت پر مهال جنرال منیر د ای اېس ای له مشرتابه ګوښه او پر ځای یې ډګر جنرال فیض حمید وګومارل شو.

د پاکستاني پوځ ځینې افسران ادعا کوي چې د ''جنرال عاصم منیر د عمران خان په خوښه له دندې ګوښه شوې و '' خو خپله عمران خان د دې موضوع رد یا تائید په هکله هېڅلکه څه نه دي ویلي.

پاکستانی خبریال اعزاز سید ادعا کوي چې د عمران خان نژدې ګوندي ملګرو د جنرال عاصم منیر نوم اخیستی و او عمران خان ته یې مشوره ورکړې چې نوموړی د پوځ مشر په توګه و نه ګوماري. نوموړی ادعا کوي چې ''عمران خان فکر کوي چې جنرال عاصم منیر یې د ای اېس ای له مشرتابه ګوښه کړی و، نو راتلونکي کې به له هغه سره (د پوځ مشر په توګه) فعالیت ستونځمن وي.

د جنرال منیر په هکله ویل کېږي چې تجربه کار مسلکي پوځي افسر دی، خو بل لور داسې هم ویل کېږي چې د پوځي مشر په توګه د ده ګومارنه د پاکستاني سیاسي ګوندونو تر منځ په ''سیاسي کشاله '' هم بدله شوې وه.

ښايي له همدې کبله د حکومت له لوري د نوموړي له نوماندۍ وروسته د پاکستان دفاع وزیر وايي، هیله ده چې د عمران خان تحریک انصاف پاکستان ګوند اړوند ولسمشر عارف علوي به دې لړ کې خپل مسوولیت تر سره کړي.