تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پوتین؛ د چین پرمختګ د ښاغلي شي د لوړ سیاسي واک ښودنه کړې
شي جین پېنګ د دریم ځل لپاره د چین مشر ټاکل شوی. شي جین پېنګ دمګړۍ د چین پر ولسمشر سربېره د واکمن کمونیست ګوند عمومي منشي او د وسله والو ځواکونو سرقومندان هم دی.
نوموړی یکشنبه رسما د دریمې پرله پسې دورې لپاره هم د دغه ګوند د مشر په توګه تایید شو او خپل نوی ټیم به اعلان کړي.
هغه په ۲۰۱۸ کال چین کې ولسمشرۍ لپاره د دوو دورو محدودیت ختم کړ او په دې توګه ورته تر نامحدودې مودې واک کې د پاتېدو لار هواره شوه.
د دریم ځل لپاره د مشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته اوس باور دا دی چې راتلونکې مارچ میاشت کې به د ولسمشر په توګه وټاکل شي.
د چین کمونیست ګوند د اوږدې مشرۍ لپاره حد نه دی ټاکل شوی، خو ددغه ګوند له بنسټګر ماو څي تونګ پرته چې درې ځله مشر ټاکل شوی، د چین بل مشر د ګوند درې ځله مشري نه ده کړې.
غبرګونونه
د حقونو ځينو مدافعو ټولنو ویلي چې د هغه دا خبرې ښايي د هغو د ځپل کېدو مانا ولري چې مخالفت یې کوي.
د دغې کنګرې په پای کې له تالار او مراسمو د چین د پخواني ولسمشر 'هو جین تاو' ایستلو هم نړیوال پام ور اړولی. ۷۹ کلن 'هوجین تاو' دغو مراسمو کې د اوسني ولسمشر 'شي جین پېنګ' څنګ ته ناست و چې مسوولانو بهر بدرګه کړ.
د چین حکومت له اړخه تر اوسه په دې تړاو رسمي غبرګون نه دی راغلی، خو سینهوا دولتي خبري اژانس ویلي چې هغه ناروغ و.
د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین له لومړنیو ولسمشرانو دی چې شي جېنپېنګ یې ستایلی. ښاغلي پوتین ویلي چې د چین پرمختګ د ښاغلي شي د لوړ سیاسي واک ښودنه کړې. چين پر یوکرایین د برید لپاره د روسیې ملاتړ کړی.
د شمالي کوریا کمونیست مشر کېم جونګ اون هم له لومړنیو هغو حکومتمشرانو دی چې ولسمشر شي جېنپېنګ ته يې توده مبارکي لېږلې.
خو تایوان چې چین يې خپل قلمرو ګڼي ویلي چې لا به هم د خپل حاکمیت او آزادۍ دفاع ته دوام ورکوي.
امریکا تر اوسه د هغه درېیم ځلي ټاکل کېدو ته غبرګون نه دی ښودلی.
د چین مخکینی ولسمشر 'هو جین تاو' د واکمن ګوند له کنګرې ایستل شوی
د چین پخوانی ولسمشر 'هو جین تاو' د دغه هېواد د واکمن کمونیست ګوند د کنګرې له وروستیو مراسمو ایستل شوی دی.
۷۹ کلن 'هوجین تاو' دغو مراسمو کې د اوسني ولسمشر 'شي جین پېنګ' څنګ ته ناست و چې مسوولانو بهر بدرګه کړ.
د چین حکومت له اړخه تر اوسه په دې تړاو رسمي غبرګون نه دی راغلی، خو سینهوا دولتي خبري اژانس ویلي چې هغه ناروغ و.
باور دا دی چې د چین کمونیست ګوند کنګره به یکشنبه د دریمې تاریخي دورې لپاره واک کې د ښاغلي 'شي' پاتېدل تایید کړي.
دا کنګره هرو پنځو کلونو کې یو وار دایرېږي.
شي جېن پېنګ ته له 'ماو زېدونګ' را وروسته د چین د تر ټولو ځواکمن مشر په سترګه کتل کېږي.
'هو جین تاو' چې له ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۳ کاله د چین ولسمشر پاتې شوی، دریځ ته نږدې د شي جېن پېنګ څنګ کې ناست و چې دوه چارواکي خوا ته ورغلل.
د دې صحنې په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې هغه د دغو کسانو په بدرګه د کنګرې له تالاره د روانېدو وخت کې ولسمشر 'شي' ته څه ووايي او دی هم ورته بېرته سر خوځوي.
د بي بي سي د چین خبریال سټیفن مکډونېل وايي له ښاغلي 'هو' د سټیج پرېښودلو غوښتنې په نړیواله کچه پام وراړولی او خلک غواړي وپوهېږي چې څه پېښ شوي.
د نوموړي په وینا، پوښتنې ډېرې دي خو د چین حکومت لا ځواب نه دی ویلی.
سینهوا خبري اژانس په یوه رپوټ کې ویلي چې هو جین تاو د دې جلسې پر مهال ښه احساس نه درلود.
رپوټ زیاتوي چې نوموړی خپلو کارکوونکو استراحت لپاره بدرګه کړی او اوس یې روغتیايي وضعیت 'ډېر ښه' دی.
د شنبې په ورځ د چین د واکمن کمونیست ګوند د مرکزي کومېټې ۲۰۵ جګپوړي غړي وټاکل شول.
استازو د ګوند اساسنامه کې هغه اصلاحات ځای او تصدیق کړل چې د ولسمشر 'شي' لیدلوري د چین راتلونکې لپاره د لارښوونې اصولو په توګه تاییدوي.
د یادونې ده چې هغه تېره یکشنبه د واکمن ګوند د کنګرې د پرانیستې وینا پر مهال هانګ کانګ کې د دیموکراسۍ پلوه خوځښت ځپل وستایل او دا یې له ګډوډۍ د ښې حکومتولۍ پر لور تګ وباله.
نوموړي همدا راز پر دې هم ټینګار وکړ چې چین حق لري د زور له لارې تایوان ونیسي.