تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د چین د عدلیې پخوانی وزیر د فساد په جرم زنداني شو
د چین د عدلیې پخوانی وزیر فو ژینګوا چې د اداري فساد سره د مبارزې د څو کمپاینونو مشري یې هم کړې ده، خپله د رشوت اخیستو په جرم زنداني شوی دی.
فو په جولای میاشت کې د څه باندې ۱۶ میلیونو ډالرو ډالۍ په منلو اعتراف کړی دی.
د پنجشنبې په ورځ د چين یوې محکمې هغه ته د اعدام سزا واوروله چې دوه کاله وروسته به په عمري بند بدله شي.
د نوموړي زنداني کېدل په داسې وخت کې پېښ شو چې راتلونکې میاشت کې د کمونیست ګوند د کنګرې ناسته ده.
د چین واکمن ګوند په هرو پنځو کلونو کې یو ځل دغه ناسته ترسره کوي او تمه کېږي چې ولسمشر شي جین پینګ به د درېیمې دورې لپاره وټاکل شي او خپل واک به ټینګ کړي.
په همدې اوونۍ کې د فو له زنداني کولو مخکې درې ولایتي پولیس مشران هم نیول شوي وو.
ټول دا څلور کسان نه یوازې دا چې په فساد تورن دي ښاغلي شي جین پینګ ته په بې وفایۍ هم تورن شوي دي.
بل خوا ټول دا تورن کسان د یوه بل پخواني امنیتي مشر سن لیجون په مشرۍ د یوې سیاسي حلقې غړي دي.
سن لیجون چې خپله هم دمګړۍ سزا ته په تمه دی وايي، امنیتي سکتور کې د نورو کسانو په لوړولو سره یې خپله سیاسي حلقه جوړه کړې ده.