ملګرو ملتونو د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د مخابراتو نړیوال سازمان منشي ټاکلې

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکايۍ دورین بوګدان مارټېن لومړنۍ ښځه ده چې د مخابراتو نړیوال سازمان (آی ټي یو) عمومي منشي ټاکل شوې ده.
آی ټي یو په ملګرو ملتونو کې د ټکنالوژۍ اصلي سازمان بلل کېږي.
آی ټي یو سازمان د لومړي ځل لپاره په ۱۸۶۵ کال کې د ټیلیګراف لومړنۍ نړیوالې شبکې د مدیریت لپاره جوړ شوی و، او اوس د راډیو، انټرنټ او سپوږمکۍ په کارولو کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
آغلې بوګدان مارټېن خپل روسي سیال راشد اسماعیلوف ته د ۱۳۹ مثبتو او ۲۵ مخالفو رایو په ګټلو ماتې ورکړه.
دغه امریکايۍ به د هولین ژائو ځای ناستې شي چې، له ۲۰۱۴ کاله په دغه موقف کې پاتې شوی دی، د مېرمن مارټېن د کار دوره به د ۲۰۲۳ کال جنورۍ په لومړۍ نېټه پیل شي.
قوي او با ثباته بنسټ
آغلې مارټېن به د ملګرو ملتونو د تر ټولو پخواني سازمان مشري په غاړه ولري.
دا هغه سازمان دی چې د نړویوالو اړیکو د ډېرو اړخونو د اداره کولو مسولیت لري.
په دغو مسولیتونو کې د نړۍ په کچه د سپوږمۍ مدار ټاکل، د تخنیکي معیارونو همغږي کول، او مخ پر ودې هېوادونو کې د زیربناوو ښه کول شامل دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
مېرمن مارټې له خپلې بریا وروسته ویلي:" که د نن ورځې ماشومان وي او که راتلونکی نسل وي، اړتیا ده چې د ودې لپاره یې تل پاتې او بنسټیز کارونه ترسره کړو."
نوموړې زیاته کړې: "نړۍ له مهمو ننګونو سره مخ ده، لکه د جګړو زیاتېدل، د اقلیم کړکېچ، د خوړو خوندیتوب، جنسیتي نابرابري او انټرنېټ ته د ۲،۷ میلیارد خلکو نه لاسرسی."
هغه وايي باور لري چې آی ټي یو د دې فرصت لري چې له یادو شویو مسایلو له ډلې ډېرو کې مرسته وکړي.
بوګدان مارټېن څوک ده؟
مېرمن مارټېن له دې وړاندې د آی ټی یو سازمان د اړیکو د پراختیا برخې مدیریرت دنده لرله، چې په مسولتونو کې یې د دندو رامنځته کول، د ډیجیټلي مهارتونو پراختیا، تنوع او جنسیتي برابرۍ رامنځته کول شامل وو.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په دغه موقف کې د نوموړې ټاکل کېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې هغه "په دې برخه کې تجربه، ریښتینولي او لازم ډیجیټلي فکر لري."
ښاغلي جوبایډن په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي: "دا له انټرنېټ سره د هر ښوونځی د نښلولو په ارزښت پوهېږي او درک کوي چې هر زده کوونکی کولی شي مجازي زده کړو ته لاسرسی وموم او کولی شي د نجونو او ښځو د بریا لپاره د اړتیا وړ ډیجیټلي وسایل چمتو کړي."




















