ټېک ټاک د ماشومانو د نه خوندیتوب له امله ۲۷ میلیونه پاونډه جریمه کېږي

د خپرېدو وخت

ټېک ټاک ښايي د دغه اپلیکېشن د کارولو پر مهال د ماشومانو د نه خوندیتوب له امله ۲۷ میلیونه پاونډه جریمه شي.

د انګلنډ د مالوماتو کمېشنرۍ دفتر (آی سي او) موندلې چې دغه اپلیکېشن ښايي د مور او پلار له خوښې پرته د ۱۳ کلونو کم عمر ماشومانو خصوصي مالومات نورو سره شریک کړي.

دغې ادارې ویلي د ۲۰۲۰ کال تر جولای له دوو کالو دا سرغړونه روانه ده خو لا هم په دې برخه کې د اقدام وروستۍ پایلې نه دي مالومې.

ټېک ټاک د دغو موندنو مخالفت کړی او ویلی یې دي چې "لنډ مهالې او لومړنۍ" دي.

آی سي او له خوا یوه خبرتیا خپره شوې چې پکې پر ټېک ټاک د احتمالي نغدي جریمي یادونه شوې ده.

په خبرتیا کې دا هم راغلي چې ټېک ټاک د مې ۲۰۱۸ او جولای ۲۰۲۰ کلونو تر منځ د انګلنډ ډیټا خوندیتوب له قانون سرغړونه کړې.

سره له دې چې ۱۳ کلونو کم عمر ماشومانو باندې د دغه اپلیکیشن د کارولو بندیز لګېدلی، خو انګلنډ کې د مخابراتو تنظیموونکې ادارې یا آف کام د شمېرو له مخې، دغه هېواد کې د ټېک ټاک کاروونکو ۴۴ سلنه کسان له ۱۲ کلونو کم عمر لري.

د جان ادواردز په نامه د آی سي او یو کمېشنر وايي" موږ ټول غواړو چې ماشومان د ډیجیټلي نړۍ تجربه ترلاسه کړي او ورسره بلد شي خو د محرمیت خوندیتوب ته یې باید پام وشي."

نوموړي همدا راز ویلي" هغه شرکتونه چې ډیجیټلي خدمتونه وړاندې کوي قانوني دنده لري چې دغه خوندیتوبونه ځای کړي، خو زموږ لومړنۍ موندنې ښيي چې ټېک ټاک د دغې اړتیا په پوره کولو کې پاتې راغلی دی."

ټېک ټاک خپل پلټفارم کې د ماشومانو ټېک ټاک حساب د مور او پلار حساب سره د تړلو او له ۱۶ کلونو کم عمر کسانو حساب ته د پیغام استولو غیر فعالولو تر څنګ د خصوصي حریم د خوندیتوب لپاره ځینې ځانګړې اضافه کړي دي.

د ماشومانو هغه قانون چې تېرکال سپتمبر کې خپور شو د انلاین اپلیکیشنونو د کارولو لپاره پکې د خوندیتوب یو شمېر کوډونه وضع شوي و.

د دغو کوډونو له مخې د سرغړونې پر مهال پر شرکتونو نغدي جریمه لګول هم شونې دي.

آی او سي ویلي چې د موندنې یې لومړنۍ او لنډ مهالې دي خو زیاته کړې یې ده چې:"موږ به د وروستۍ پرېکړې له کولو مخکې د ټېک ټاک ټولو نماینده ګیو څارنه په غور وکړو."

د ټېک ټاک یوه استازي ویلي:" لکه څنګه چې خپله آی او سي اعلان وکړ د دغو موندنو پایلې چې د ۲۰۱۸ کال می او ۲۰۲۰ کال جولای تر منځ موده پکې شامله ده وروستي نه بلکه لنډ مهالې او لومړنۍ دي، مونږ د خصوصي حریم خوندیتوب برخه کې د آی سي او کړنو ته درناوی کوو خو دغو لومړنیو نظرونو څرګندولو مخالفت یې کوو او په یوه مناسب وخت کې به یې رسمي ډول ځواب ووایو."