د ملګرو ملتونو عمومي منشي: په نړۍ کې دیموکراسي د کمزورې کېدو په حال کې ده

د عکس سرچینه، AFP
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
له ۱۵ کلونو راهیسې د ډسمبر میاشتې ۱۵مه هر کال د دیموکراسۍ د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. موخه یې داده چې نړۍ کې د دیموکراسي وضعیت ته پام وشي، حکومتونه د دیموکراسۍ پیاوړي کولو او ټينګولو ته وهڅوي.
دیموکراسي د حکومتولۍ یو سېسټم دی چې خلک یې په رامنځته کولو او چلولو کې په نامستقیم ډول ښکېل وي. یعنې خلک د خپلو رایو په کارولو استازي ټاکي او هغوی بیا د حکومتولۍ او دولتي نظام د پرمخ بیولو لپاره د خلکو په استازیتوب د قانون په اډانه کې فعالیت کوي. په نړۍ کې ټاکنې او پارلمانونه د دیموکراسۍ یوه تر ټولو مهمه وسیله ده.
په واک کې د خلکو نا مستقیمه ونډه د بشري حقونو نړیوالې اعلامیه کې هم د خلکو د یوه حق په توګه پېژندل شوې ده. د دې اعلامیې په ۲۱مه ماده کې راغلي چې هر شخص د هېواد د عامه چارو په اداره کولو کې حق لري په مستقیمه توګه او یا د خپلو استازو له لارې چې په ازاد چاپیریال کې یې ټاکي.
مدني ازادۍ، بشري حقونو ته درناوی او خپلواکې رسنۍ د دیموکراسۍ نور بشپړوونکې عناصر دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د دیموکراسۍ نړیوالې ورځې په مناسب یوه پیغام کې نړۍ کې د دیموکراسۍ پر وضعیت اندېښنه ښوولې. نوموړې ویلي نړۍ کې دیموکراسي د کمزورې کېدو په حال کې ده، او اوس د دې وخت دی چې د خطر زنګ ووهل شي.
نوموړي ټېنګار کړی چې بې باوري او غولوونکي معلومات خپرول په پراخېدو دي نو ځکه سږ کال ډېر پام ازادو او خپلواکو رسنیو ته دی.
ښاغلي ګوتېرش ویلي: ''سږ کال مو تمرکز پر ازادو، خپلواکو او ګڼ اړخیزه رسنیو دی چې د دیموکراتیکو ټولنو یو مهم بنسټ دی. د خبریالانو د غږ غلي کولو هڅې ورځ تر بلې زیاتیږي، په ځانګړې توګه خبریالانې په نښه کېږي. دوی له لفظي بریدونو، پر انټرنېټ څار او له قانوني اذیت سره مخامخ دي. د رسنیو کارکوونکي څارل کېږي ، توقیفېږي او فزیکي زور زیاتی ورسره کېږي. دوی آن وژل کېږي او په ډېرو پېښو کې وژونکو ته سزا هم نه وکول کېږي. دا تیاره لارې حتما په بې ثباتۍ، بې عدالتۍ او له دې په ناوړه وضعیت پای ته رسېږي. له ازادو رسنیو پرته دیموکراسي نشته او له بیان ازادۍ پرته ازادي نشته. نو راځئ چې د دیموکراسۍ پر ورځ او په بله هره ورځ کې د ازادۍ او په هر ځای کې د خلکو د حقونو د ملاتړ لپاره یو موټي شو. ''
په تېرو دوه لسیزو کې چې افغانستان یو ځل بیا په کې دیموکراسي تجربه کړه، د بیان ازادي او ازادۍ رسنۍ یوه له مهمو لاسته راوړلو بلل کېدله.
خو اوس چې طالبان بیا واک ته رسېدلي د بیان آزادۍ او خپلواکې رسنۍ په څه وضعیت کې دي. افغانستان کې د خپلواکو خبریالانو د ټولنې مشر حجت الله مجددي وايي چې تېر کال د طالبانو بیا واک ته رسېدو وروسته تر ټولو ډېر زیان خپلواکو رسنیو ته اوښتی:
''د پنځه نیم سوه رسنیو له ډلې ۲۱۹ د اقتصادي ستونزو له کبله بندې شوې، اووه زره کارکوونکو دندې له لاسه ورکړې. اطلاعاتو ته لاسرسی په تېر کال یوه لویه ستونزه وه، چې خبریالان او رسنۍ ورسره مخامخ وو. هغه معلومات چې باید رسنیو سره شریک شي، نه شریک کېږي، د ځان خوندیتوب په هکله هم لویې ستونزې وې، ځینې خبریالان نیول شوي، ځینې وهل ټکول شوي او داسې لسګونه پېښې لرو. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
د رسنیو د ملاتړ ادارو د شمېرو پر بنسټ، په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته رسېدو وروسته موده کې شاوخوا ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
خو طالبانو وايي رسنۍ د هغو حدودو په مراعت کولو سره چې دوی ټاکلي فعالیت کولی شي. طالبانو د خپلې واکمنۍ لومړیو کې د اسلامي شریعت او د ملي ارزښتونو پام کې نیول د محدودیتون په توګه وټاکل، خو خبریالان ځکه اندېښنه کې دي چې د رسنیو د فعالیت لپاره قانون نشته او ښايي له دې محدودیتونو د یوې پلمې په توګه کار واخستل شي.
د افغانستان په معاصر تاریخ کې په تېر دوه لسیزو کې دویم ځل وو چې دغه هېواد دیموکراسۍ و ازمایله. لومړۍ یې د ۱۹۶۰ لسیزه وه چې د سیاسي ګوندونو په ګډون د خلکو په رایه د ملي شورا غړي وټاکل شول.
د افغانستان د ولسي جرګې مخکنۍ غړې شینکۍ کړوخیل وايي له نیمګړتیاوو سره، سره د تېرو دوه لسیزو تجربې ښې لاسته راوړنې لرلې. نوموړې وايي:
''یوه جالبه تجربه وه، نیمګړتیاوې پکې وې، خو په دې مانا نه ده، چې دیموکراسي مشکل لري، مشکل په ځینې انسانانو کې دی، په ځینې واکمنو کې دی، فکر کوم نن چې یو مختلف افغانستان پاتې دی، د هماغې دوې لسیزو کار و، چې نن خلک کولای شي اعتراض وکړي، نظر څرګند کړي، خلک دکتاتورۍ ته غاړه نه ږدي، خلک خپل حق غوښتلای شي، اوس ان مېرمنې راوځي، خلک د تعلیم په اهمیت پوهېږي، اوس چې افغان نجونې له تعلیمه بې برخې دي، چې د کور سرپرستې مېرمنې وې، اوس د کار حق نه لري، نو ایا د نن دکتاتوري ښه ده او که د پرون دیموکراسي ښه وه؟ ''

د عکس سرچینه، AFP
خو ځینې په دې نظر دي چې دیموکراسي د ټولو ستونزو حل لار نه ده. له عرب پسرلي وروسته چې په پایله کې یې د څو هېوادونو دکتاتوري نظامونه ړنګ شول، د یو زیات شمېر خلکو نظر د دیموکراسۍ په اړه بدل شوی.
د برېنسټون پوهنتون اړوند عربي نړۍ کې د نظر سنجۍ شبکې مشر مایکل روبېنز وايي له عرب پسرلۍ نږدې یوه لسیزه وروسته عربي هېوادونو کې د دې نظر پلویان اوس ډېر دي چې دیموکراسي د حکومتولۍ تر ټولو غوره لار نه ده او ټولې ستونزې له منځه نه وړي.


















