"محکمې ته د سپکاوي" قضيه کې د عمران ځواب د قناعت وړ نه دی بللی شوی

عمران خان

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

د اسلام اباد لوړې محکمې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ته محکمې ته د سپکاوي قضیه کې د بیا ځواب لیکلو امر کړی دی او د هغه مخکینی ځواب يې د قناعت وړ نه دی بللی.

د پخواني لومړي وزیر پر ضد تر هغه وروسته د محکمې د سپکاوي قضیه پیل شوه، چې د روانې میاشتې پر شلمه نېټه يې اسلام اباد کې د وینا پر مهال یوې ښځينه قاضۍ ته ګواښ کړی و.

عمران خان محکمې ته د سپکاوي قضیه کې د اسلام اباد لوړې محکمې کې حاضر شوی و. تر دې وړاندې پخواني لومړي وزیر یادې محکمې ته په لیکلي ځواب کې ویلي وو، "د ده د وینا مطلب دا و چې د هغې قاضۍ پر ضد به قانوني ګام اخلي، چې د ده د یوه ملګري سیاستوال شهباز ګل د قضيې اورېدنه يې کړې وه. "

د دې په ځواب کې چهارشنبې د لوړې محکمې قاضي په دې اورېدنه کې پخواني لومړي وزیر ته وویل، "دی هیله من و چې تاسو به د خپلې غلطۍ احساس کړی وي او وبه وایاست چې پر محکمو مو بشپړ باور دی."

په دې اورېدنه کې وروسته پخواني لومړي وزیر ته امر وشو، چې په اوو ورځو کې دې یو ځل خپل ځواب ورکړي او په وينا يې "تر سم سوچ" وروسته دې محکمې ته ځواب ولیکي.

کله چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان محکمې ته حاضرېده، نو یو ځل بیا کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو او د محکمې شاوخوا ټولې لارې تړل شوې وې. ان د اسلام اباد لوړه محکمه کې دننه لا د محمکې هغه برخه له نورو هغو بېله کړل شوې وه، چېري چې دغه اورېدنه کېده.

ټاکل شوې عمران خان سبا پنجشنبه بیا هم د ترهګرۍ ضد محکمه کې حاضر شي. د نوموړي پر ضد دغه دواړه قضيې تر هغه وروسته پیل شوې، چې د روانې میاشتې پر شلمه نېټه يې په یوه وینا کې یوې قاضۍ ته ګواښ کړی و.