اقلیمي بدلون؛ ګرمې هوا انګلنډ کې د هندواڼې او انارو د ودې لپاره شرایط برابر کړي

د خپرېدو وخت

بڼوالو بي بي سي ته ویلي، سږ اوړي کې ګرمي ریکارډ کچې ته رسېدلې او د دې لامل شوی چې د اینځر، انار او هندواڼې په څېر نور بهرني بوټی یې په خاوره کې وده وکړي.

د دوی په وینا، دا په وروستیو کلونو کې د مدیترانه یي او استوايي بوټو د ودې لړۍ یاده شوې.

پخوا په انګلنډ کې دا او دې ته ورته نور بوټي په ګلخانو کې تر ځانګړو شرایطو لاندې کرل کېدل خو اوس بهر هم د دغو بوټو د ودې شونتیا برابره شوې.

خو ساینس پوهان خبرداری ورکوي چې راتلونکې کې د اوبو نشتوالی به بوتي خطر سره مخ کړي.

د انګلنډ د بڼوالۍ او ګلکارۍ انجمن وړاندوینه کړې چې لندبل ژمی، تود او وچ دوبی او بارانونه به د هغو بوټو د ودې لپاره مناسب شرایط برابر کړي چې مدیترانه یي او نیمه ګرم سېره سیمو کې وده کوي.

ځمکه ۲۰۰ کاله پخوا د صنعتي انقلاب پرتله شاوخوا ۱،۱ ساتني ګراد ګرمه شوې چې ساینس پوهان یې لامل انسان پورې تړلي فعالیتونه یادوي.

د هوا پېژندنې ادارې د رپوټ له مخې، انګلنډ هوا د نړۍ د تودوخې منځني سرعت پرتله یو څه په چټکۍ مخ په ګرمېدو ده.

د بریتانیا شمالي برخې باغونو کې د ۲۰۲۰ کال راهیسې بیا د هوا بدلون له ورایه ښکاري.

د بریتانیا د هوا پېژندنې ملي سازمان د اطلاعاتو رییس ډاکټر مارک مک کارتي وايي، اوس د انګلنډ شمال کې مېشت خلک د ځمکې ګرموالی د پخوا پرتله ډېر احساسوي.