د اسټرالیا په تاریخ کې د مخدره توکو تر ټولو دروند بار نیول شوی

د خپرېدو وخت

اسټرالیا کې پولیسو نژدې دوه ټنه متامفتامین نیولي دي. دا په یوه ځای د مخدره توکو تر ټولو لوی بار دی، چې په دې هېواد کې نیول کېږي.

پولیسو د سډني په بندر کې ۱۸۰۰ کیلوګرامه مخدره توکي چې د آیس په نامه هم یادېږي په داسې کانټینرونو کې نیولي چې د بارچالانۍ لپاره کارول کېږي.

دا ریکاډ کچه بار چې په مرمر ډبرو کې پټ خوندي شوي وو، په بازار کې یو اعشاریه یو میلیارد امریکايي ډالره بیه لري.

درې کسان په دې قضیه کې تورن شوي چې ادعا کېږي له منځني ختیځه یې اسټرالیا ته د دې مخدره توکو په راوړلو کې رول درلود.

چارواکي وايي، دا کسان د پولو اوږدو کې د یوې شبکې غړي دي، چې له هېواده بهر هم اړیکي لري.

د نیو ساوت ویلز سیمې پولیس وايي، دا ډله 'پېچلې ' ده، خو په وینا یې دوی باور نه کوي، چې دومره پریمانه مخدره توکي دې په یوازې سر هېواد ته راوړې وي.

اسټرالیا اوسمهال د مخدره توکو له یوې 'وبا ' سره مخامخ دی، چې د چارواکو په وینا له کبله یې په ځانګړې توګه په سیمه ییزو ټولنو کې د تاو تریخوالي، جرمونو، روږدیتوب او ذهني روغتیا ستونزې رامنځته کېږي.

دا هېواد په نړۍ کې د سړي سر متامفتامین نومي مخدره توکو کارولو له کبله هم لومړی ځای لري، چې د رپوټونو له مخې د داسې اسټرالیایانو شمېر یو اعشاریه دوه میلیونو تنو ته رسېږي، چې پر دې ډول مخدره توکو روږدي دي.