۱۷ کلن پیلوټ په یوازې سر د نړۍ له یوه سره تر بله په بریالیتوب سره هوايي سفر وکړ

Mack Rutherford, 17, celebrating after landing near Sofia in Bulgaria on Wednesday

د عکس سرچینه، Reuters/Stoyan Nenov

د عکس تشریح، ۱۷ کلن مک د بلغاریا سوفیا ته نژدې یوه هوايي ډګر کې له کوزېدو وروسته د خوښۍ څرګندونه کوي.
    • Author, آدم ديربن
    • دنده, بي بي سي نيوز
  • د خپرېدو وخت

یوه ځوان پیلوټ په نړۍ کې تر ټولو کم عمره کس شو چې په یوه کوچنۍ الوتکه کې یې د نړۍ له یوه سره تر بله په یوازې سر سفر وکړ. مک رادرفورډ په پنځه میاشتو کې یوه کوچنۍ الوتکه د نړۍ ۵۲ هېوادونو ته ورسوله او بالاخره یې د بلغاریا په سوفیا هوايي ډګر کې کېنوله.

مک چې مور، پلار یې بریتانویان دي، خو دی په بلجیم کې لوی شوی دی. ده د خپل هوايي سفر لړ کې له هغه وروسته یوه شپه د ارام سمندر په یوه غیر اباد ټاپو کې تېره کړې چې الوتکه یې له شګلن توپان سره مخامخ شوه.

له دې مخکې بریتانوي پیلوټ ټراویس لوډلو د یوازې الوت ریکارډ درلود، چې پروسږ کال د یې د ۱۸ کالو او ۱۵۰ ورځو په عمر خپل سفر بشپړ کړ.

په بریالیتوب سره د خپل سفر له بشپړولو وروسته مک نور هم وهڅول چې ''خپل عمر ته له کتو پرته خپل ارمان پوره کړئ. سخت زیار وکړئ او خپل هدف ته د رسېدو لپاره مخکې لاړ شئ. ''

د مک مشرې خور زارا د سږ کال په جنورۍ کې د تر ټولو کم عمره ښځې په حیث د نړۍ له یوه سره تر بله الوت بشپړ کړی دی.

Mack Rutherford holding his two Guinness World Record certificates

د عکس سرچینه، Reuters/Stoyan Nenov

د عکس تشریح، مک د نړیوالو ریکارډونو ګنیز بک اف ورلډ ریکارډز له دوو شهادتنامو سره

نوموړی د خپل سفر په اوږدو کې له اسیا، اروپا، امریکا او دوو سمندرونو تېر شو. مک چې د هوابازانو د یوې کورنۍ اړوند دی، د مارچ میاشتې پر ۲۳ مه خپل سفر پیل کړی و، او په دې سفر کې یې د دبۍ سخته ګرمي ګاللې او په هند کې بیا د هوايي ډګرونو له ناڅاپي تړل کېدو سره مخامخ شوی.

خور یې زارا وايي، ورور یې له مور، پلار او دې سره هره ورځ اړیکه نیوله او په وینا یې: ''ما د لارو او الوتنې په هکله داسې مشورې ورکولې چې ګټه ورته وکړي. ''

مک مخکې ویلي و له درې کلنۍ یې ارمان درلود چې پیلوټ شي او په ۲۰۲۰ کال کې یې هغه مهال ارمان پوره شو، چې په ۱۵ کلنۍ کې یې د الوتکې الوځولو جواز ترلاسه کړ.

د مک پلار سام رادرفورډ د فیري یا هغې الوتکې مسلکي پیلوټ دی، چې د کښتۍ په توګه هم کار کوي او مور یې بیاتریک شخصي پیلوټه ده.