کرېکټ: افغان لوبډلې ايرلنډ ته په ۲۲ منډو ماته ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د افغانستان او ايرلنډ د کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ د پنځو شل اوريزو لوبو د لړۍ درېيمه لوبه کې افغان لوبډلې ايرلنډ ته په ۲۲ منډو ماته ورکړه.

دغه سيالۍ چې د شمالي ايرلنډ په بلفاسټ ښار کې ترسره کېږي، د نننۍ لوبې پچه ايرلنډ وګټله او لومړی يې افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۹ منډې وکړې، چې ايرلنډ ونتوانېد پوره يې کړي.

د افغانستان لپاره رحمان الله ګوربز تر ټولو ډېرې ۵۳ منډې وکړې. د ده تر ځنګ نجيب الله ځدراڼ د پنځو شپږيزو په وهلو سره ۴۲ چټکې منډې وکړې. حضرت الله ځاځي ۳۹ او ابراهيم ځدراڼ ۳۶ منډې وکړې.

د ايرلنډ لپاره جاش لېټل دوې، مارک اډير او فېن هنډ يوه يوه وېکټه واخيسته.

بل پلو د افغانستان لپاره نوين الحق درې، فضل الحق فاروقي دوې، مجيب ځدراڼ دوې او محمد نبي يوه وېکټه واخیسته.

په نننۍ لوبه کې رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، حضرت الله ځاځی، نجيب الله ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمان، نوین الحق او فضل حق فاروقي د محمد نبي په لوبډلمشرۍ د افغانستان له لوري ولوبېدل.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

ټاکل شوې دواړه لوبډلې به په دې لړۍ کې ټولټال پنځه لوبې وکړي، چې تر دې مهاله دواړه ايرلنډ ګټلې دي. نورې لوبې د اګست پر پنځلسمه او وروستۍ به د اګست پر اوولسمه نېټه ترسره شي.

که وویل شي چې افغانستان لومړۍ دوه لوبې د خرابې توپوهنې له لاسه بایللې دي نو بېځایه به نه وي. د افغانستان ډېری توپ وهونکو نه یوازې دا چې په انفرادي توګه ښه لوبه ونکړه، بلکې په دې هم ونه توانېدل چې خپلو کې کومه ښه ملګرتیا وکړي.

د دوی برعکس د آیرلنډ توپوهونکي نه یوازې په ځاني توګه ځلېدلي بلکې ښې ملګرتیاوې یې هم درلودلې.

دویمه مهم ټکی دا دی چې افغان لوبډله په تېرو دوو لوبو کې ستومانه ښکارېدله. ښایي‌ لامل یې دا وي چې ډېری لوبغاړي کابل کې د شپږیزې ټورنامنټ نه سملاسي وروسته آیرلنډ ته راغلي او د دمې لپاره یې ډېر وخت نه درلود.

درېیمه ستونزه د فیلډنګ یا ډګر ساتنې ده. افغان لوبغاړو په دویمه لوبه کې نه یوازې دا چې مهم کچونه وغورځول، بلکې څو ځله یې پر باونډرۍ توپ له لاسه ووت او اسانۍ څلوریزې یې ورکړې.

نو په ټوله کې د افغانستان د بریا یوازې هله کېدلی شي چې دوی دا ستونزې ختمې کړي او له پیاوړې روحیې او انرژۍ سره لوبه وکړي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د دې لوبو لپاره د افغانستان په لوبډله کې د راشد خان او محمد نبي په څېر تجربه کاره ستوري شته، خو ترڅنګ یې یو شمېر ځوانو لوبغاړو ته هم لوبډله کې ځای ورکړل شوی دی.

د تېز بالنګ په برخه کې فضل حق فاروقي، نوین الحق او عظمت عمرزی په لوبډله کې اخیستل شوي دي، چې د مینه والو او شنونکو به ورته ډېر پام وي.

افغانستان له دې سیالیو وروسته په متحده عربي اماراتو کې د اسیا جام لوبې کوي،‌ او تر هغه وروسته به اسټرالیا ته د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام لپاره ځي.

ډېری شنونکي په دې باور دي‌ چې د ایرلنډ شنې او تېزې وېکتې به د نړیوال جام لپاره چمتووالي کې له افغان لوبډلې سره مرسته وکړي.

د آیرلنډ لوبډله هم په دې وروستیو کې ښه ځلېدلې او تازه یې له سویلي افریقا او نیو زیلنډ سره ښې لوبې کړې دي، او مینه وال تمه لري‌ چې د پنځو لوبو دا لړۍ به په زړه پورې وي.