تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د روسیې محکمې مشهوره امریکایۍ لوبغاړې په نهه کاله زندان سزا محکومه کړه
د روسیې یوې محکمې د باسکټبال مشهورې امریکایۍ لوبغاړې بریټني ګرینېر په نهه کاله زندان سزا محکومه کړې ده. کله چې بریټني په داسې حال کې له محکمې بهر شوه، چې لاسونه یې ځولانه وو، نوموړې وویل: ''له کورنۍ سره مې مینه لرم. ''
دغه مشهوره لوبغاړې چې دوه ځله یې اولمپیک لوبو کې بریا خپله کړې، مني چې د بنګو تېل یې ساتلي وو، خو نوموړې محکمې ته وویل، یوه ''واقعي تېروتنه '' یې کړې ده.
مسکو ته نژدې دې محکمې نوموړې د مخدراتو په قاچاق او ساتنه مجرمه وپېژندله.
څارنوالانو د نوموړې لپاره د نهه نیم کالو زندان سزا غوښتنه کوله. قاضي د پرېکړې اورولو پر مهال وویل، چې د دې امریکایۍ لوبغاړې یو کال په توقیف کې تېرول به هم په پام کې ونیول شي.
د ګرینېر مدافع وکیله ماریا بلاګوولینا وايي، موکله یې خورا سخته خواشینې وه: په سختۍ سره یې خبرې کولې. د دې لپاره دا ستونزمن وخت دی. کله چې موږ بریټني د سې شنبې پر ورځ ولیده دې ته مو وویل، ''د پنجشنبې پر ورځ به دې ووینو، هغې ویل، د قیامت پر ورځ به سره وینو، نو داسې ښکاري چې سم یې یې ویل. ''
د مدافع وکیلانو ډله وايي، دوی به د دې پرېکړې خلاف استناف غوښتنه وکړي.
ګرینېر چې په نړۍ کې د باسکټبال له غوره لوبغاړو یوه بلله کېږي، په فبرورۍ کې مسکو ته نژدې له یوه هوايي ډګره هغه مهال ونیوله شوه، چې په بېګ کې یې د بنګو تېل وموندل شول.
نوموړې له هغه وروسته روسیې ته د کلبونو تر منځ د لوبو لپاره تللې وه، چې روسي پوځونو پر اوکرایین یرغل وکړ او د دې قضیه په لوړ کچ د روسیې او امریکا تر منځ د دیپلوماسۍ پر یوه موضوع واوښته.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د نوموړې سزا ''د نه منلو وړ '' بللې. د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي: ''روسیه او بل هر هېواد چې په ناسمه سزا ورکړه کې ښکېل دي، هغو ټولو کسانو ته یو ګواښ دی، چې له هېواده بهر کار کوي، سفر کوي او یا ژوند کوي. ''
تر اوسه معلومه نه ده، چې اصلاً به اغلې ګرینېر څومره شپې، ورځې د زندان تمبو تر شا تېروي، ځکه روسیه او امریکا د زندانیانو تبادلې پر یوه ابتدايي پلان کار کوي، چې احتمالاً د دې نوم هم پکې شاملېدای شي.
د امریکايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، داسې احتمال شته چې د وسلو روسی قاچاقبر ویکتور بووت - چې د مرګ په سوداګر هم مشهور دی، ښايي د دې جوړ جاړي برخه شي او واشنګټن یې روسي چارواکو ته وسپارل شي.