د هغې ښځې د کړاو کیسه چې مېړه یې ۱۷ کاله بند کې ساتلې

د خپرېدو وخت

د برازیل سیمه ییزې رسنۍ وايي، یوې برازیلۍ ښځې له خپل هغه کړاو پرده پورته کړې چې وايي مېړه یې له خپلو دوو ماشومانو سره ټیک ۱۷ کاله زندان ته ورته یوه ځای کې ساتلې ده.

پولیسو ویلي، دا کورنۍ د پنجشنبې په ورځ د ریو دي جنیرو ښار لوېدیځ ګوارتیبا کلي په یوه کور کې ژغورل شوې ده.

پولیسو د یادې ښځې مېړه څو کاله د خپلې مېرمنې او بچیانو د برمته کولو په تور نیول شوی.

د برازیلي جي ۱ وېبپاڼې په وینا، چارواکي وايي، یادې ښځې ویلي، مېړه یې دوی برمته کړي او ګواښلي چې له دې کوره به یوازې مړي ایستل کېږي.‌

سرچینه وايي، دغه مېړه چې انتونیو سنتوس سیلوا نومېږي، له ۲۳ کلونو راهیسې خپلې ښځې سره ګډ ژوند درلود.

تر ژغورل کېدو وروسته، یادې مور د خپل کړاو کیسه کړې ده او وايي چې ځینې وخت یې ان تر درو ورځو په لوږه او تشه ګېډه وخت تېر کړی، جسمي او رواني کړاو ورکړل شوی دی.

پولیسو ځینې انځورونه خپاره کړي چې پکې ښکاري دغه ښځه له خپلو بچیانو سره په یوه ککړ ځای کې ساتل شوې،‌ چې هېڅ رڼا پکې نه شته.

پولیس وايي، ماشومان تړل شوي وو او په ډېر بد وضعیت کې موندل شوي دي. سیمه ییزو رسنیو ویلي د ښځې د بچیانو عمرونه د ۱۹ او ۲۲ کلونو ترمنځ دي.

د پولیسو یوه مشر ویلیم اولیویرا ویلي، باور کوي چې د خوړو د نشتوالي له کبله د دغو ماشومانو روغتیايي وضعیت ډېر خراب شوی.

د سیمې یوه اوسېدونکي ویلي: "کله مو چې د ماشومانو وضعیت ولید، فکر مې وکړ چې یوه اونۍ نور به ژوندي پاتې نه شي".

دغه ژغورل شوي کسان رووغتون ته وړل شوي.

د پولیسو یوه مرکز مخکې هم د پې‍ښې په اړه پلټنې پیل کړې وې.