رانېل وېکرمه سینګه د شري لنکا ولسمشر وټاکل شو

Mr Wickremesinghe faces the task of leading the country out of its economic collapse

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، رانېل وېکرمه سینګه د راجاپکاشا سیاسي کورنۍ ته نژدې کس دی او په مې میاشت کې د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی و.
د خپرېدو وخت

د شري لنکا د پارلمان غړو د دغه هېواد لومړی وزیر رانېل وېکرمه سینګه د نوي ولسمشر په توګه ټاکلی دی.

رانېل وېکرمه سینګه د شري لنکایانو ترمنځ ښه محبوبیت نه لري.

ښاغلی رانېل وېکرمه سینګه به د داسې هېواد مشري کوي چې له څو میاشتو پراخو لاریونونو وروسته یې ټيکاو او اقتصاد بیرته پر ځای کړي.

رانېل وېکرمه سینګه پارلمان کې خپل سیال دوولس الهاپروما ته د ۱۳۴ رایو په ګټلو سره ماتې ورکړه.

دوولس الهاپروما ۸۲ رایې ګټلې وې.

د شري لنکا پخوانی ولسمشر ګوټابايا راجاپکاشا تېره اونۍ له هېواده وتښتېد.

ښاغلی راجاپکاشا وروسته له هغه استعفا وکړه چې په کور دننه پراخو لاریونونه پیل شول چې ان په کور یې ور واوښتل.

Policemen stand guard at a barricade outside the Parliament building

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د چارشنبې ورځې تر ټاکنو مخکې د پارلمان ودانۍ ته موانع اېښودل شوي وو

په شري لنکا کې د اقتصادي کړکېچ له کبله د پراخو لاریونونو له پیلېدو یوه ورځ مخکې نوموړي مالدیف ته تښتېدلی و چې وروسته بیا سنګاپور ولاړ.

زرګونو مظاهره چیانو د هغه د ولسمشرۍ پر استوګنځایونو او نورو دولتي ودانیو برید وکړ او د هغه د استعفا غوښتنه یې وکړه.

لاریون کوونکو د راجاپکاشا سربېره د هغه لومړي وزیر رانېل وېکرمسینګه د استعفا غوښتنه هم کړې وه.

رانېل وېکرمه سینګه د راجاپکاشا سیاسي کورنۍ ته نژدې کس دی او په مې میاشت کې د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی و.

شري لنکا کې ډیری خلکو د رانېل وېکرمه سنګه په بریا ناهیلي ښودلې ده.

یوې فعالې جیانا ډی زویسا بي بي سي ته وویل: "زه په دې پایلو خوښه نه یم. زما باور نه راځي چې د پارلمان ۱۳۴ غړي چې د خلکو استازیتوب کوي په بشپړ ډول د خلکو غوښتنې له پامه وغورځوي".

شري لنکا