د ایران هرمزګان سیمه یوه ساعت کې دوو زورورو زلزلو ولړزوله

د خپرېدو وخت

د ایران په بندر خمیر سیمه کې له یوې زورورې زلزلې ایله یو ساعت وروسته چې شدت یې شپږ اعشاریه یوه درجه و، د شپږ اعشاریه درې درجې یوه بله زوروره زلزله وشوه.

د دې زلزلې مرګژوبله ۱۲ یاد شوي وو، خو اوس مسوولین وايي، پنځه کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي. د ایران سویل کې د دې ساحلي سیمې ټولو ادارو کې رخصتي اعلان شوې ده.

د هرمزګان سیمې مرستندویه اداره وايي، د دوی ټیمونه د زلزلې ځای ته رسېدلي او د سایه خوش په نامه کلي په هکله ویل کېږي چې ډېر زیان پکې اوښتی دی.

لومړنۍ زلزله له ځايي وخت سره سم د شپې نژدې دوې بجې د بندر خمیر او بندر لنګه په سیمه کې وشوه، خو دومره زوروره وه، چې ټکانونه یې ان د ایران په بندر عباس او متحدو عربي اماراتو کې هم محسوس شوي دي.

له دې پوره یو ساعت وروسته د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا په رپوټ کې وویل شول، چې په همدې سیمه کې د شپږ اعشاریه درې درجې شدت یوه بله زلزله شوې ده.

مسوولین وايي، د لومړنۍ زلزلې مرکز په ځمکه کې ۱۰ کیلومتره ژور و، خو د دویمې هغې په هکله ویل کېږي چې ۲۶ کیلومتره ژور مرکز یې درلود.

له دې زلزلو وروسته داسې ټکانونه چې زور یې له څلورو درجو پورته وو، د دې لامل شول، چې د بندر عباس په ګډون د سیمې کلیو او ښارونو اوسېدونکي له کورونو بهر ووځي او تر ګهیځه همالته پاتې شي.

د ایران دولتي خبري اژانس په رپوټ کې د هرمزګان سیمې بحران مدیریت عمومي مشر مهر داد حسن زاده له قوله وايي، چې د زلزلې مرکز له بندر خمیر ۲۰ کیلومتره لېرې په سایه خوش سیمه کې و. تر اوسه د زلزلې له کبله د دې کلي درې کسانو وژل کېدل تایید شوي دي.