پاکستان کرېکټ بورډ ۳۳ لوبغاړو ته تړونونه ورکړي

د خپرېدو وخت

د پاکستان کرېکټ بورډ (پي سي بي) د هغو ۳۳ لوبغاړو نومونه په ډاګه کړي چې د نړیوالو لوبو لپاره به د کرېکټ بورډ لخوا رسمي تړونونه ورکول کېږي.

خو دا ځل د پاکستان کرېکټ په تاریخ کې په لومړي ځل دا لوبغاړي په دوو ډلو وېشل شوي.

ځینو لوبغاړو ته یوازې د سور بال کرېکټ یا ټېسټ لوبو لپاره تړونونه ورکړل شوي، ځینو ته بیا یوازې د یو ورځنیو او شل اوره لوبو لپاره تړونونه ورکړل شوي.

دا ځل د پاکستان کرېکټ بورډ د ۲۰ پر ځای ۳۳ لوبغاړو سره مرکزي تړونونه کړي دي.

د پاکستان ملي ټیم لپاره د لوبغاړو ګومارنې کمېټې مشر محمد وسیم وايي راتلونکو میاشتو کې به یې لوبډله په درې واړو برخو یعنې ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوره سیالیو کې ډېره ولوبېږي.

نوموړی وايي بورډ یې غواړي دریو واړو لوبو لپاره د نړیوال معیار او ثابت شوي لوبغاړي ولري.

ښاغلی وسیم وايي له دې پلوه یې لوبډله غني ده ځکه کولی شي د دریو جلا فارمټونو لپاره جلا لوبډلې جوړې کړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ ویلی ۳۳ لوبغاړو کې یوازې پنځه داسې لوبغاړي دي چې هم یې د ټېسټ لوبو لپاره تړون ترلاسه کړی او هم یو ورځنیو او شل اوره لوبو لپاره.

په دغو لوبغاړو کې لوبډلمشر بابر اعظم، محمد رضوان، شاهین شاه اپریدی، حسن علي او امام الحق شامل دي.

امام الحق اسټرالیا سره د لوبو لړۍ پر مهال ښه ځلېدلی و. ټېسټ لوبو کې یې د دوو سلیزو په مرسته ۳۷۰ منډې کړې وې او یو ورځنیو کې یې هم د دوو سلیزو په مرسته ۲۹۸ منډې جوړې کړې وې.

د پاکستان کرېکټ بورډ یوازې د ټېسټ لوبو لپاره اظهر علي، فواد عالم، نعمان علي، نسیم شاه، عابد علي، شان مسعود، سرفراز احمد، سعود شکیل، سرفراز احمد او عبدالله شفیق ته ملي لوبډله کې د لوبېدو تړونونه ورکړي.

هغه لوبغاړي چې یوازې په یو ورځنیو او شل اوره سیالیو کې لوبېږي هغوی کې شاداب خان، فخر زمان، حارث روف، محمد نواز، اصف علي، محمد وسیم جونیر، حیدر علي، شاهنواز دهاني، خوشدل شاه، عثمان قادر او زاهد محمود شامل دي.

دغه ټول لوبغاړي په دریو مهمو برخو وېشل شوي چې لومړۍ کټګورۍ کې شامل لوبغاړي تر تولو ډېر معاش اخلي.

لوبغاړو ته څومره معاش ورکول کېږي؟

د پاکستان کرېکټ بورډ ویلي ټول هغه لوبغاړي چې مرکزي تړونونه ورکړل شي معاشونو کې یې د تېر کال پرتله لوړوالی راغلی خو دا یې نه دي ویلی چې څومره لوړ شوي.

د تېر کال تړونونو له مخې د اولې درجې لوبغاړو ته څه باندې ۱۳ لکه پاکستانۍ روپۍ معاش ورکول کېده.

د میاشینۍ تنخوا تر څنګ دوی د هرې لوبې لپاره ځانګړې پیسې یا مچ فیس هم اخېسته.

د دویمې کټګورۍ لوبغاړو ته تېر کال څه باندې نهه لکه پاکستاۍ روپۍ معاش ورکول کېده او همدا راز د درېیمې درجې لوبغاړو بیا شپږ نیم لکه روپۍ ترلاسه کولې.