لاوروف: تهران سره د ۲۰ کلنو ستراتیژیکو همکاریو هوکړه لاسلیکوو

د خپرېدو وخت

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف چې تهران ته په سفر تللی، نن (پنجشنبه) د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان سره کتلي دي.

ښاغلي لاوروف هلته یوې جوړې شوې خبري غونډې ته ویلي، د دواړو هېوادونو اړیکي "د تاریخ په اوږد کې لا ډېرې ښې کېدلی شي، څه موده مخکې زموږ د وزارت وړاندیز تهران ته استول شوی و او نن موږ پر دې هوکړه وکړه چې د چارو کارپوهان باید ژر تر ژره د دې سند پر لاسلیک هوکړې ته ورسږي، هغه سند چې زموږ راتلونکی ۲۰ کلن ستراتیژیک برخلیک ټاکي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان همدا راز د دواړو هېوادونو تر منځ د هر اړخیزه اوږ مهاله ستراتیژیکو همکاریو د هوکړې د بیاکتنې هرکلی وکړ او وزیاته یې کړه چې:" تمه لرو دا هوکړه د نهایي کېدو او بیاکتنې لپاره ډېر ژر د کاروپوهانو ناستې وشي او د فرانسې او ایران د دواړو حکومتونو او پارلمانونو له خوا تصویب شي."

سرګي لاوروف ویلي، ایران د شانګهای همکارۍ سازمان کې له شامېلېدو وروسته مهم رول لوبولی شي.

نوموړي دا خبرې داسې مهال کړې چې د ایران رسمي رسنیو ادعا کړې وه د شانګهای د همکارۍ سازمان غړیتوب یې ترلاسه کړې دی، خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې دغه سازمان کې د ایران د غړیتوب بهیر لا هم روان دی او بشپړ شوی نه دی.

د برجام مذاکراتو د بیا پیلېدو په اړه ښاغلي امیر عبداللهیان ویلي:" یو اورګاډی هدف ته د رسېدو لپاره له ګڼو تم ځایونو تېرېږي خو بشپړ نه درېږي، موږ هم اړتیا لرو چې حرکت وکړو."

هغه زیاته کړه:"مقابل لوري په ځانګړي ډول امریکا او اروپايي ټولنه مذاکراتو ته د ټولو بېرته راستنولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي، تمه لرو چې وکولای شو نژدې راتلوتکي کې د مذاکراتو دا بهیر پیل کړو او بندېدو ته یې پرې نږدو.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر هم ویلي:" موخه مو دا ده چې د امریکا تېروتنه سمه کړو."

نوموړي زیاته کړې :" امریکا یو کال مخکې پر موږ تور پورې کړ چې موږ د برجام مذاکراتو پر وړاندې خنډ رامنځته کړی چې دا باور سم نه و، موږ خپلو ایراني ملګرو ته وویل له کومې نیمګړتیا پرته د برجام مزاکراتو بیا پیلولو کې یې ملاتړي یو."

ښاغلي لاوروف پرون ابراهیم رییسي سره د لیدو په اړه ویلي چې هغه ته یې د اوکرایین اوسنی وضعیت بیان کړی او له ایرانه یې مننه کړی چې په اصلي ستونزې او لاملونو پوهېدلی دی.

ایران پر اوکرایین د روسیې برید پړه پر لویدیځ اچوي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر وروستیو کې ویلي: ''موږ پوهېږو چې د دغې جګړې ریښه د ناټو په پراخولو او د روسیې خلاف پاروونکو اقداماتو کې ده."

دا په ایران کې د ابراهیم ریییسي د حکومت په دوره کې دغه هېواد ته د لاوروف لومړنی سفر دی.

د روسی رسنیو د رپوټونو له مخې په دغه لیدنه کې دواړو خواوو د اوږد مهاله همکاریو پر تړون او دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د بهرینو چارو وزارت ویلي په دغه لیدنه کې به د نړیوالو مسایلو سربېره، پر برجام هوکړې، اوکرایین، سوریې او افغانستان جګړې هم خبرې وکړي.

د رویټرز په رپوټونو کې راغلي چې لاوروف ویلي،‌ ټول هغه هېوادونه چې له امریکا او د هغې د سپوږمکۍ د ځان ښوودنې تګلارې پر وړاندې مبارزه کوي باید یو بل سره خپلې اقتصادي اړیکي له سره تعریف کړي.

او دا کار باید د دې لپاره وکړي چې د لویدیځو شریکانو په غوښتنو تکیه ونه کړي.

دواړه هېوادونه اوس د لویدیځ له سختو بندیزونو سره مخ دي، ایران د خپلو اټومي فعالیتونو او توغندیو له امله او مسکو پر اوکرایین د برید له امله.