چین کې له سیلابونو سلګونه زره کسان ژغورل شوي

د خپرېدو وخت

د چین په ختیځو او جنوبي ایالتونو کې د سخت اورښت، سېلابونو او ځمکښوېدنې له امله سلګونه زره کسان له خپلو کورونو ژغورل شوي.

پرون (سې شنبه) دوو ایالتونو د سېلابونو خبرداری تر خطرناکې کچې لوړ کړ ځکه د سخت اورښت له امله د پرل سیند اوبه پر سر اوښتې وې.

دا دغو ایالتونو کې په تېرو پنځوسو کلونو کې تر ټولو ناوړه سېلابونه دي.

په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې پر سړکونو راغلو اوبو ګاډي وړي او خلک د پړو په مرسته ژغورل کېږي.

د ګوانګ ډانګ ایالت شاوګان ښار تر ټولو ډېر ځپل شوی. دغلته د هوا پېژندنې ادارې چارواکي وايي له ۱۹۶۱ راهیسې په دغه سیمه کې دومره ډېر باران نه دی اورېدلی.

چارواکو په دې ښار او شاوخوا سیمو کې د سېلاب خبرداري کچه لوړه کړې او له خلکو یې غوښتي چې خپلې مېنې پرېږدي او خوندي ځایونو ته پناه یوسي.

ورته خبرداری د دې ایالت د کېنګیانګ ښار اوسېدونکو ته هم ورکړل شوی.

له ګوانګ ډانګ او ګوانګ شي ایالتونو چاپېره پرل سیند کې هم د سېلاب او ډېرو اوبو له امله سوداګري او د توکو لېږد رالېږد بهیر په ټپه درېدلی.

دغه سیمې له وړاندې د کورونا وبا له امله لګېدلیو سختو بندیزونو سره لاس او ګرېوان وې.

دې سره هم مهاله د چین په جنوب ختیځ ایالت ژانګ شي کې سېلابونو ۴۸۴ زره کسان اغېزمن کړي او چارواکو په دغه ایالت کې هم د خلکو د ژغورلو چارې پیل کړي.

شینهوا خبري اژانس د رپوټ له مخې سېلابونو په دغه ایالت کې کرڼیزې ځمکې خرابې کړي او فصلونه یې له منځه وړي چې له امله یې لږ تر لږه د ۷۰ مېلیون ډالرو تاوان اوښتی.ځايي چارواکو خبرداری ورکړی چې ښایي حالت راتلونکو څو ورځو کې له دې هم خراب شي.

د چین هوا پېژندنې ملي ادارې د شمېرو له مخې ګوانګ ډانګ، ژانګ شي او فوجیان ایالتونو کې د مې میاشتې له پیله د جون تر نیمايي په منځنۍ کچه ۶۲۱ مېلي متره باران اورېدلی چې دا په دې موده کې له ۱۹۶۱ کال راهیسې تر ټولو لوړه کچه ده.

د اوړي بارانونه ډېر کله د چین په جنوبي ایالتونو کې د سېلابونو لامل کېږي خو کارپوهان وايي د اقلیمي بدلون له امله دغه پېښې کال په کال پراخېږي.

په پرتلیز ډول د چین په شمالي ایالتونو کې د تودوخې درجه لوړه ده خو هلته هم راتلونکو ورځو کې د باران اټکل شوی.