هندي ډاکترانو د هغه زمري سترګو جراحي عملیات کړي چې ښکار یې ښه نه لید

د خپرېدو وخت

هندي کار پوهان وايي، د ګجرات ایالت په یوه ځنګله کې یې د یوه زمري داسې چلن ته پام شو، چې مخکې یې نه و لیدلی.

د دغه زمري عجیب چلن داسې و چې کله به یې ښکار پیدا کړ، ورپسې منډه به یې کړه، خو له ورنژدې کېدو وروسته به ځای پر ځای ودرېد.

ماهرین وايي، زمری یې ونیو او له طبي معاینې وروسته معلومه شوه، چې سترګو کې یې ګل (د سترګو کسي ناروغي) پیدا شوی او ښه نه ویني.

وروسته مسوولینو په جوناګړ ژوبڼ کې د دې زمري درملنه پیل کړه.

د یاد ژوبڼ یو مشر ډاکټر ریاض وايي: "موږ د دې زمري سترګې په دې وروستیو کې عملیات کړې دي."

وروسته ډاکترانو د زمري سترګو لپاره د لینس یا عدسو چمتو کولو سپارښتنه وکړه، چې په تامل ناډو ایالت کې ورته چمتو شول.

ډاکټر ریاض زیاتوي:"موږ زمری بې هوښه کړ او د هغه سترګې مو اندازه کړې. "

دوی له دې وروسته ټول معلومات اړوند شرکت ته واستول او شرکت په څه کم یوه میاشت کې د زمري لپاره لینس چمتو کړل.

ډاکټرانو لومړی د زمري یوه سترګه عملیات کړه او له دې وروسته تر لسو ورځو زمری تر طبي پاملرنې لاندې ساتل شوی و.

له هغه وروسته د هغه بله سترګه هم عملیات شوه او دا ځل د ۱۵ ورځو لپاره تر څارنې لاندې و.

ماهرین وايي، د زمري سترګې بېرته ښې شوې دي، خو لا هم په ژوبڼ کې ساتل کېږي. مسوولین وايي، له بشپړې روغتیا وروسته به یې ځنګله کې خوشی کړي.

ډاکټران هیله من دي چې د سترګو د ګل له عملیاتو وروسته به زمری د معمول په څېر یو ځل بیا ښکار وکړلای شي.