پاکستان: د تېلو بيې په ریکارډ کچه لوړې شوې؛ دولتي مامورینو ته د جمعې پر ورځ له کوره د کار ویل شوي

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, رحمان الله بي بي سي
    • دنده, پېښور
  • د خپرېدو وخت

پاکستان کې د تېلو بیې د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او ورسره د خوراکي توکو په بیو کې هم ګراني راغلې ده.

دغه هېواد کې په لومړي ځل د تېلو بیه یوه میاشت کې ۵۰ پاکستانۍ کلدارې لوړه شوې او اوسمهال یو لیتر تېل په شاوخوا ۲۱۰ کلدارې دي.

په داسې حال کې چې میاشت مخکې پاکستان کې د یو ليتر تېلو بیه ۱۵۰ پاکستانۍ کلدارې وه.

د دغه هېواد ډېر خلک د تېلو د ګرانېدو پړه پر حکومت اچوي.

دوی پر حکومت تور پورې کړی چې د پیسو له نړېوال صندوق یا ای اېم اېف یې د پور اخېستو لپاره د دغه صندوق سخت شرطونه منلي چې په دې هېواد کې د تېلو او نورو توکو د بیو لوړېدو یو لوی لامل دی.

د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند په مشرۍ د ایتلافي حکومت چارواکي بیا وايي، دغه هېواد ته تېل په لوړه بیه واردېږي او اړ دي چې په لوړه بیه یې وپلوري.

د پاکستان حکومت په وینا "په لوړه بیه اخېستونکي تېل په ټیټه بیه پلورل ناشونی کار دی"

ظهور طارق چي يو زده کوونکی دی، خپل موټر سايکل کي د تېلو اچولو پر مهال بي بي سي ته ویلي: "پوهنتون ته به په همدې موټرسایکل تلم راتلم خو اوس دومره وس نه لرم چې خپل موټر سایکل کې تېل واچوم او تر پوهنتونه په کې ولاړ شم."

نوموړي زياتوي، د تېلو ګرانېدو سره یې ستونزې ډېرې شوي.

د تېلو د بيو لوړېدو سره په دغه هېواد کې د خوراکي توکو بيې هم لوړې شوي.

رسمي شمېرې ښيي چې پاکستان کې اوس له ۶۰ سلنه پورته خلک د بي وزلۍ تر کرښې لاندي ژوند کوي، او ښايي چي د دې وضعیت له دوام سره دغه کچه نوره هم لوړه شي.

په پېښور کې د جواد احمد په نامه يوه کس بي بي سي ته ویلي، د تېلو، خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو بيې دومره لوړې شوي چې دوی یې اوس د اخیستو وس نه لري.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان کې سلګونه کسانو د تېلو بیو د لوړېدو له امله احتجاجونه پیل کړي

يو بل کس چې محمد قاسم نومیږي وايي:" د يوه مزدور کار د یوې ورځې ګټه اته سوه پاکستانۍ روپۍ ده چي يوازې غوړي پري کېږي نو غريب سړی به څه کوي؟"

ورته وخت کې پاکستان د برېښنا او ګازو له کمښت سره هم مخ دی چې له امله یې د یو شمېر فابریکو فعالیتونه اغېزمن شوي او د بې کارۍ کچه یې لوړه کړې ده.

د دغې ستونزې د حل لپاره پېښور کې د نانبیانو په ګډون ګڼ شمېر خلکو په احتجاجونو لاس پورې کړی.

د نانبیانو د اتحاديې مشر رحمان الله صافي بي بي سي ته ویلي، حکومت نه يوازې د وړو بيې لوړې کړي بلکې په بوجۍ کې یې د وړو اندازه هم کمه کړې ده.

نوموړي له حکومته غوښتي چي يا خو د وړو بیې راټیټې کړي او يا دې نانبیانو ته هم اجازه ورکړي چې د ډودۍ بیې لوړې کړي.

دوی حکومت ته خبرداری ورکړی، که غوښتنې یې ونه منل شي نو خپل احتجاجونه به پراخ کړي.

د پاکستان حکومت د خلکو د نیوکو او احتجاجونو په ځواب کې د برېښنا ستونزو د کابو کولو لپاره دولتي مامورینو ته امر کړی چې د جمعې پر ورځ له کوره کار وکړي او د شپې په ۸ بجو یې په بازارونو کې د هټیو د تړلو پرېکړه کړې ده خو سوداګرو د حکومت دغه پرېکړه رد کړې.

د پاکستان مسلم لیګ نواز په مشرۍ ایتلافي حکومت په دغه هېواد کې د روان اقتصادي او برېښنا کړکېچ پړه د پاکستان تحریک انصاف پر پخواني حکومت اچوي.