تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا سنا جرګې ته نوماند مسلمان ډاکټر محمد اوز څوک دی؟
په پام کې ده چې د ټرمپ له ملاتړ برخمن مشهور مسلمان ډاکټر محمد اوز له پنسلوانیا ایالته وروسته تر هغه چې جمهوریپال سیال نوماند یې له نوماندۍ تېر شو، د جمهوریپال سناتور په توګه وټاکل شي.
سیال جمهوریپال نوماند ډېوېډ مکورمیک - چې د پانګونې د یوه صندوق مخکېنی اجراییوي مشر هم و- ویلي، تېره میاشت د خپلو لږو رایو بشپړولو توان نه لري.
په جمهوریپال ګوند کې د لومړنیو ټاکنو پرمهال د دواړو نوماندانو ترمنخ توپیر تر ۱۰۰۰ رایو کم و، چې ټول ټال ۱٬۳۴ میلیون رایې پکې کارول شوې وې.
تر بریا وروسته به ښاغلی اوز د دیموکرات ګوند له نوماند جان ویټرمن سره سیالي وکړي، چې تازه له مغزي ټکان رغېدلی دی.
د مکورمیک او اوز ترمنځ ټاکنیزه سیالي یوې تړل شوې لارې ته رسېدلې ده.
اوز چې د زړه مشهور جراح دی، په اوپرا وینفري تلوېزیوني پروګرام کې له ټاکنو مخکې خپل یو وېډیو کلیپ خپور کړی او خپل ځان یې "ممکن جمهوریپال" نوماند بللی دی.
ډاکټر محمد اوز
محمد اوز د ۱۹۶۰ کال د جون پر ۱۱مه د امریکا اوهایو کلیفلېنډ کې د یوې ترکۍ کورنۍ په کاله کې زیږېدلی.
پلار یې ډاکټر مصطفی اوز و چې له یوې ښوونکې لیزا اوز سره یې واده کړی او څلور بچیان یې پیدا شوي.
لومړنۍ زدکړې یې ټاور هېل ښوونځي کې کړې. بیا هاروارډ پوهنتون ته تللی، ماسټري یې په کاروبار کې کړې او دوکتورا یې په طب کې اخیستې ده.
ډاکټر محمد اوز د زړه ډاکټر، لیکوال او تلوېزیوني پروګرام وړاندې کوونکی دی.
ډاکټر اوز د (زړه نه شفا) په نامه کتاب هم لیکلی چې جایزه یې ګټلې ده. تازه کتاب یې د (ته: پرهېز کې) په نامه له ډاکټر مایکل رویزن سره په ګډه لیکلی دی.
د اوز سیاسي پالونکی او مخکېنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ دی هڅولی چې تر رسمي پایلو راوتلو پورې دې له زغم کار واخلي.
که اوز بریالی شي، دا به له پنسلوانیا نه لومړنی مسلمان سناتور وي.
مکورمیک د جمعې په ورځ یوه خبرپاڼه کې وویل "نن له محمد اوز سره د هغه د بریا د مبارکۍ په اړه وغږېږم".
دی وايي چې د اوز به "بشپړ ملاتړ" کوي.
اوز په ځینو ټویټونو کې د مکورمیک مننه کړې ده.
ویټرمن له ۲۰۱۷ کال راهیسې ناروغ دی او د زړه ستونزه لري، په سختۍوینه ټول بدن ته رسولی شي.
د هغه ډاکټر ویلي اوس ښه دی، "که درملو خوړلو ته دوام ورکړي لانور ښه کېږي، د خوراک سیستم یې ښه شوی او ورزش یې پیل کړی دی".