تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه استراليایۍ وزیره چې په قرآن یې لوړه وکړه، څوک ده؟
د اسټرالیا د نوي حکومت ۲۳ وزیرانو د چهارشنبې په ورځ لوړه وکړه چې لس یې ښځې دي. د ځوانانو چارو وزیره ان علي او د صنعت وزیر ایډ هسک د اسټرالیا په کابینه کې لومړني مسلمان وزیران دي.
ان علي د وزیرانو لوړې په غونډه کې د مسلمانانو پر سپیڅلي کتاب قرآن لاس کېښود او نوي حکومت سره یې خپله لوړه وکړه.
د اسټرالیا نوی فدرالي حکومت د دې هېواد په تاریخ کې داسې حکومت دی چې ډېر لږکیو استازي په کې شته.
ان علي، له لویدیځې اسټرالیا څخه د پارلمان غړیتوب ترلاسه کړ او د کارګر ګوند فعاله هم وه.
نوموړې وروسته بیا د ګوند د اتحادیې غړې هم شوه چې اوس د پارلمان غړې او وزیره ده.
د لوړې په غونډه کې ډاکټره عيني علي خبریالانو ته وويل: "وزيره کېدل زما د ژوند موخه نه وه."
ډاکټره ان علي څوک ده؟
ان علي د پرت ښار له څنډې کووان سیمې ټاکل شوې ده. دا څوکۍ د اسټرالیا د لومړنۍ ښځینه پارلماني غړې ایډیته کووان په نوم نومول شوې ده.
ان علي په مصر کې زیږ طدلی. کله چې هغه دوه کلنه وه، کورنۍ یې د سیډني سویل لویدیځ چپینګ نورتون ته لاړه او هلته یې ژوند غوره کړ.
په ۲۰۲۰ کال کې عیني علي د کورني تاوتریخوالي پر وړاندې ملي کمپاین پیل کړ او له هر چا مخکې لومړی خپله له دې سره شوي د کورني تاوتریخوالي موضوع یې را پورته کړه.
علي وروسته رسنیو ته وویل:"ما صبر وکړ، له هغه سره مې ژوند وکړ، په خپلو زخمو مې ټپ کېښود، ډېر وخت غلې پاتې شوم خو اخر د خپلو اولادو له پلاره جلا شوم او دا تر ټولو سخته پریکړه وه.
۵۵ کلنه ان علي سیاست کې له ښکېلېدو مخکې ښوونکې وه.
نوموړې "ترهګرۍ" او اورپکۍ ته د ماشومانو داوښتو په اړه څیړنې کړې دي.
د ان علي ژوند لوړې او ژورې ډېرې لري او په یوازې سر یې خپل ماشومان په ډېر کم معاش لوی کړل.
ان علي له سینګار او فیشن سره هم ډېره مینه لري او د موډلې په توګه یې هم کار کړی دی.
اسټرالیا ۲۵ میلیونه نفوس لري چې شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ یې مسلمانان دي.
بل مسلمان وزیر ایډ هسک چې بشپړ نوم یې ادم نورالدین هسک دی.
دی هم لومړنی مسلمان دی چې د اسټرالیا فدرالي حکومت د کابینې غړی شو.
د هسک مور او پلار بوسنیایي دي، په ۱۹۶۰ لسیزه کې اسټرالیا ته راغلل او هسک په ۱۹۷۰ کال کې اسټرالیا کې وزیږیده.
د نوموړو دوو وزیرانو په ټاکل کېدو د اسټرالیا مسلمانان هم خوشاله کړی دي.
د اسټرالیا د اسلامي شورا فدراسیون عیني ته یو لیک لیکلی او هغه ته یې د بریا مبارکي ویلې ده.