تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ځنګلونو له منځه تلل؛ کومو هېوادونو کې اوس هم ونې وهل کېږي؟
- Author, ریالټي چیک ټیم
- دنده, بي بي سي نیوز
- د خپرېدو وخت
نړیوال مشران غواړي د ځنګلونو له منځه وړلو بهیر نه یوازې ودرول شي، بلکې تر ۲۰۳۰ پورې اپوټه یا برعکس د نویو ونو کرلو لړۍ روانه شي. خو نه یوازې د برازیل امازون ځنګله کې د ونو پرې کېدو لړۍ له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې د بل هر وخت پرتله خورا چټکه شوې، بلکې نوره نړۍ کې هم دا یوه لویه ننګونه بلل کېږي.
د امازون ځنګلونو ۶۰ سلنه په برازیل کې ده او دا ځنګل خطرناک سي او ۲ نومی ګاز جذبوي چې که داسې و نه شي په چاپېریال کې به خپرېږي. په دې تړاو د برازیل ملي انسټیټوټ (ای این پي اي) مسوولین وايي، تر ۲۰۰۴ پورې له څرګند کموالي وروسته د ځنګلونو وهلو بهیر په دې سیمه کې یو ځل بیا زور اخیستی.
برازیل کې د ځنګلونو له منځه وړل
د دې ادارې په وروستي رپوټ کې ویل شوي، تېر کال د ځنګلونو له منځه وړلو کې ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی او ۵ زره ۱۱۰ مربع کیلومتره ځمکه له شنو ونو بې برخې شوې ده. د برازیل پر ولسمشر جایر بولسونارو له دې کبله نیوکې ډېرې شوې چې (چاپېریال ضد پالیسۍ) عملي کوي چې یوه بېلګه یې په امازون ځنګله کې د کروندو کرلو او معادن لپاره کان کېندنې ته د خلکو هڅول دي.
نوموړي دغه راز د هغو حکومتي ادارو پیسې بندې کړې چې د چاپیریال ساتنې له قوانینو سرغړوونکي کروندګر تعقیبوي. که څه هم کره شمېرې نه شته، خو وروستۍ څېړنې ښيي چې برازیل کې د ځنګلونو وهلو او طبیعي حیات ویجاړولو ۹۴ سلنه بهیر غیر قانوني کېدای شي.
د یادونې ده، چې د امازون ځنګلونو وهلو کې برازیل یوازې نه دی، بلکې د بولیویا په څېر ګاونډي هېوادونه هم پکې ونډه لري. تېر کال بولیویا ۳۰۰ زره هکتاره باراني ځنګلونه له لاسه ورکړل چې په نړۍ کې یې یوازptې درې نورې بېلګې شته.
کانګو باسین یو بل باراني یا للمه ځنګل دی، چې په نړۍ کې دویم ځای لري او تر نیمايي زیاته برخه یې په کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې موقعیت لري. د چاپېریال ساتنې فعالانو ټولنه (ګرین پیس) مسوولین وايي، هلته د کوچنیو او لویو شرکتونو لخوا ویجاړوونکي فعالیتونه د ځنګلونو وهلو لامل کېږي.
که څه هم امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې د چارتراش پر غیرقانوني قاچاق بندیز لګولی، خو اوس هم له دې هېواده چارتراش بهر ته په غیر قانوني توګه لېږدول کېږي.
د ښارونو پراختیا، ډبرو سکرو او نفتو لپاره د ونو پرې کول یوه بله داسې چاره بلل کېږي چې د ځنګلونو وهلو لامل ده. په نړیواله کچه د ځنګلونو څارنې اداره وايي، په ګرده نړۍ کې تېرو پنځو کلونو کې نژدې نیم میلیون هکتاره ځمکه له ځنګلونو تشه شوې ده.
د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ولسمشر فیلیکس چیکیډي تېره میاشت د ځنګلونو کرنې برخه کې د فساد له تورونو وروسته د پلټنو امر وکړ. په دې کې یو اعشاریه څلور میلیونه هکتاره ځمکې په هکله د پلټنې امر هم شامل دی، چې د ځنګله کرنې لپاره په ایجاره ورکړل شوې او د چاپېریال ساتنې فعالانو د دې اقدام ستاینه کړې ده.
خو بل لور حکومت سږ کال د ځنګلونو وهلو هغه بندیز لېرې کولو پلان هم اعلان کړ، چې ۲۰۰۲ کال کې لګول شوی و، خو د یادونې ده چې دا پلان تر اوسه عملي شوی نه دی.
ګرین پیس فعالان وايي، دې سره به هغه ژمنې ماتې شي چې سږ کال شوې او له مخې به یې نه یوازې شته ځنګلونه ساتل کېږي، بلکې اته سلنه زیاتوالی به پکې راوستل کېږي.
اندونیزیا د نړۍ هغو پنځو هېوادونو کې شمېرل کېږي چې تېرو دوو لسیزو کې یې ځنګلونه وهل شوي دي. په نړیواله کچه د ځنګلونو څارنې ټولنې معلومات ښيي چې دې هېواد له ۲۰۰۲ تر ۲۰۲۰ کال پورې پر نهه اعشاریه ۷۵ میلیونه هکتاره ځمکه ولاړ ځنګلونه له لاسه ورکړي دي.
ولسمشر جوکو ویډوډو ۲۰۱۴ کې ژمنه وکړه، چې د ځنګلونو مخنیوی به کوي او د دې لوی لامل به له منځه وړي، چې د نخل یا پام تېلو بوټو کرلو لپاره د ځنګلونو وهل دي. ۲۰۱۶ کال کې هلته له ۹۲۹ زره هکتاره ځمکې ځنګلونه وهل شوي وو، چې ریکارډ کچه ده، خو له هغه راهیسې بیا د ځنګلونو وهلو دا کچه په چټکۍ سره کمه شوې ده.
تر ۲۰۲۰ پورې د ځنګلونو وهلو کچه په کال کې ۲۷۰ زره هکتاره ته ټیټه شوه. ۲۰۱۹ کال کې ولسمشر ویډیډو په دې هکله د دریو کالو لپاره یو فرمان وکړ، چې ۶۶ میلیونه ځنګلونو ته قانوني پوښښ ورکوي او سږ کال دا فرمان تر نامعلومې نېټې پورې وغځول شو.
د ځنګلونو وهل کېدو مخنیوي لپاره څه کېږي؟
ځنګلونه د کاربن ډای اکسایډ یا (سي او ۲) ګاز زیاته برخه جذبوي، چې د ځمکې تودوخې یو لوی لامل دی او له همدې کبله د ونو پرې کول پر چاپېریال مهم اغېز لري. ملګري ملتونه وايي، له ۱۹۹۰ راهیسې نژدې پر نژدې یو میلیارد هکتاره ځمکه ولاړ ځنګلونه له لاسه وتلي دي او کرکېله د دې یو لوی لامل دی.
په سي او پي - ۲۶ نومې غونډه کې نړیوالو مشرانو ژمنه وکړه، چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به نه یوازې د ځنګلونو وهل کېدو مخه نیسي، بلکې د بیا زرغونولو چاره به کوي.
د یادونې ده، چې د ځنګلونو ساتنې هڅې مخکې هم شوې.
ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به د ځنګلونو وهل کېدو کچه نیمايي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به پای ته ورسول شي. په ۲۰۱۷ کال کې بیا ملګرو ملتونو یو بل پلان چمتو کړ، چې له مخې به یې په نړیواله کچه د ځنګلونو لپاره ځانګړې ځمکه درې سلنه زیاته شي.
خو له دې سره سره د ۲۰۱۹ کال یو رپوټ ښيي چې د ځنګلونو وهلو چاره (د خبرداري په کچه) روانه ده، چې د چاپېریال ساتنې مبارزې لپاره جدي پایلې لرلای شي.
که څه هم د نیالګیو کېنولو له لارې په طبیعي ډول د ونو کرلو بهیر روان دی، خو تر هغه وخته چې یوه ونه د سي او ټو ګاز جذبولو وړ کېږي، کلونه وخت ته اړتیا لري.
له تېرې یوې لسیزې راهیسې هر کال په ټوله نړۍ کې پر څلور اعشاریه اووه میلیونه هکتاره ځمکه ولاړ ځنګلونه وهل کېږي او برازیل، کانګو دیموکراتیک جمهوریت او اندونیزیا هغه هېوادونه دي چې تر نورو زیات اغېزمن شوي دي.