د متحدو عربي‌ اماراتو ولسمشر "شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان" ومړ

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د متحدو عربي اماراتو ولسمشر او د ابوظبۍ امیر 'شیخ خلیفه بن زاید بن سلطان ال نهیان' نن جمعه د ۷۳ کلونو به عمر مړ شوی دی.

هغه چې د شیخ زاید بن سلطان مشر زوی و‌، په ۲۰۰۴ کال د خپل پلار له مړینې وروسته د ابوظبۍ حاکم او ولسمشر شو او ترڅنګ یې د متحدو عربي اماراتو د وسله والو ځواکونو اعلی سر قوماندان هم و.

شیخ خلیفه بن زاید که څه هم په ۲۰۱۴ کال کې د مغزي سکتې له کبله د ناروغۍ پر بستر پریوت او له هغې راهیسې یې د هېواد مهمو چارو کې نقش نه درلود، خو رسمآ پر دغو دندو پاتې و.

دې موده کې د هېواد چارې تر هغه کشر ورور عبدالله بن زاید پر مخ وړلې.

د شيخ خليفه بن زايد ال نهيان د مړينې له کبله ګڼ شمېر کسانو د خواشينۍ غبرګونونه څرګند کړي دي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د نړۍ له لومړنیو مشرانو دی چې د شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان پر مړینه یې خواشینې ښودلې.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي هم د شيخ خليفه بن زاید ال نهيان د مړینې له کبله خواشيني څرګنده کړې ده.

متحد عربي امارات په ۱۹۷۱ کال د اوو امارتونو د اتحاد پایله کې رامنځ ته شو‌، اوبو ظبۍ پکې تر ټولو ستر امارت دی او د دغه امارت حاکم د هېواد ولسمشر هم وي.‌

د رپوټونو له مخې عبدالله بن زاید بن سلطان ال نهیان به ژر د خپل مشر ورور شیخ خلیفه ځای ناستی اعلان او رسمآ د متحدو عربي اماراتو د ولسمشر په توګه کار پیل کړي.