له تشنابه د پارلمان غونډه کې ګډون؛ کاناډايي وکیل بښنه وغوښته

د خپرېدو وخت

کاناډا کې یوه وکيل چې له تشناب څخه يې په انلاين بڼه د دغه هېواد د پارلمان غونډه کې ګډون کړی و بښنه غوښتې ده.

دغه کس چې شفقت علي نومېږي د لېبرال ګوند غړی دی. نوموړی د جمعې په ورځ د محافظه کار ګوند د یوه وکيل له خوا وروسته له هغه د نيوکو سره مخ شو چې همکارانو يې د ويډيويي غونډې پر مهال د تشناب دېوال پېژندلی و.

يوه سيال وکيل وويل، "کامره د تشناب شاته د دېوال په څنډه کې اېښودل شوې وه. "

دا د لېبرال ګوند دويم پارلماني غړی دی چې د انلاين له لارې غونډه کې په ناسم حالت کې ليدل کېږي.

ښاغلی علي چې ۵۵ کلن دی تېر کال د ټورنټو شمال لوېديځ سيمې لپاره وکيل ټاکل شوی و.

دا پېښه پارلمان کې د بحث پر مهال رامنځ ته شوې، څو تنه د يوې شخصي ويډيويي اړيکې له لارې را څرګند شوي چې يوازې د وکيلانو له خوا لېدل کېدی شوی.

د محافظه کاره ګوند استازې ليلا ګوډريج چې په خپله په دې غونډه کې ګډون درلود، غږ پورته کړ چې د برامبټون مرکز همکار يې کېدی شي له تشنابه په غونډه کې ګډون کړی وي.

پارلمان بيا تائيد کړه چې يو غړی يې په تشناب کې ښکاري. له دې پېښې وروسته د پارلمان د معاون مرستيال له ټولو وکيلانو وغوښتل، "موږ ټول بايد په دې پوه وو چې څنګه تخنيکي وسايل وکارو او د انلاين کېدو پر مهال باید له خپلې شاوخوا خبر واوسو".

ښاغلي علي له دې پېښې وروسته بښنه وغوښته او زياته يې کړه، "زه دا موضوع جدي نيسم او ژمنه کوم چې دا تېروتنه به بيا تکرار نه کړم."

د پارلمان د مشر مرستيال کرېس ډي انټرمونټ د ښاغلي علي له "صادقانه بښنې" غوښتلو وروسته دغه قضيه وتړله او د پارلمان غړو ته يې يادونه وکړه، "که چېرې د غونډې پر مهال اړتيا نه وي کامره مو بنده ساتئ."

پروسږ کال د لېبرال ګوند يو بل غړي د يوې انلاين پارلمانې غونډې پر مهال تشناب کې د ميتازو کولو له امله بښنه غوښتې وه. دا کس له دې يوه مياشت وړاندې هم په داسې حال کې چې له منډې وهلو وروسته يې جامې بدلولې ويډيويي ټيليفون اړيکه کې بربنډ څرګند شوی و.