نبوي جومات کې پاکستانۍ وزیرې ته کنځلې؛ سعودي چارواکو یو شمېر پاکستاني وګړي نیولي

د عکس سرچینه، Twitter
پاکستان کې سعودي عرب سفارت تایید کړې، چې د مدینې منورې په نبوي جومات کې د شعارونو په تور یو شمېر پاکستانیان نیول شوي دي.
د یادونې ده چې پر پنجشنبه یو شمېر پاکستانیانو هغه مهال سیاسي شعارونه ورکړل او سپکې سپورې یې وویلې، چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف له یوه پلاوي سره د لمانځه لپاره نبوي جومات ته ورسېد.
له پرون ماښام راهیسې داسې ګنګوسي وو، چې دې لړ کې سعودي چارواکو ځینې پاکستانیان نیولي دي، خو د جمعې پر ورځ د پاکستاني رسنیو په رپوټونو کې د سعودي سفارت مسوولینو له قوله وویل شول، چې ځینې کسان په نبوي جومات کې د شعارونو ورکولو په تور نیول شوي دي.
کله چې بي بي سي په سعودي کې د پاکستان له سفارت سره اړیکه ونیوه، په وینا یې تر اوسه داسې کوم خبر نه دی تایید شوی.
د سفارت په وینا داسې خبر به لومړي ورځ د سعودي دولتي خبري اژانس خپروي او له هغه وروسته به تاييدېږي.
د پاکستان لومړي وزیر پلاوي کې یوه شامل خبریال ذکاالله محسن په دې اړه بي بي سي ته وویل، لومړی وزیر شهباز شریف او ورسره پلاوی له روژه مات لږ مخکې نبوي جومات ته ورسېدل او د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزېب له لیدو وروسته هلته ګڼ شمېر کسانو د 'غله - ډاکو ' نارې پیل کړې او مریم اورنګزیب یې په هغو نومونو یادوله چې په خواله رسنیو کې پر نوموړې د ملنډو لپاره کارول کېږي.
کله چې د لومړي وزیر په پلاوي کې شامل شاه زېن بګټي د خلکو له ګڼې ګوڼې د مریم اورنګزېب ژغورنې لپاره رامخکې شو، نو ځینو کسانو د هغه سر وېښته کش کړل او کنځل یې ورته وکړل.

د عکس سرچینه، PRIME MINISTER OFFICE
وروسته دا لړۍ په داسې حال کې په ګډوډۍ پای ته ورسېده، چې د نبوي جومات په انګړ کې زرګونه خلک د روژه ماتي دسترخوان ته ناست وو.
د پاکستان پخواني واکمن ګوند تحریک انصاف پر ټویټر پاڼه او دغه راز د دې ګوند پخوانیو وزیرانو بیا دا چاره په ظاهره ولسي غبرګون بللی.
د پاکستان بشري حقونو پخوانۍ وزیره شیرین مزاري په یوه ټویټر پیغام کې وايي:
''د وارد شوي حکومت مجرمان چې د امریکايۍ توطیې له لارې راوستل شوي، په مدینه شریفه کې (د غله - غله) له نارو سره مخامخ شول. دوی چې کله هم ځي پاکستانیان به ورپسې وي. ''
د پېښې په ویډيويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې د پاکستان اطلاعاتو وزیره د خلکو سپکو سپورو په ځواب کې هیڅ نه وايي. لومړی وزیر شهباز شریف د رسول الله روضې له زیارت او لمانځه ادا کولو وروسته بېرته خپل استوګنځي ته ستون شو.




















