تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: یونیسف تر راتلونکې اوونۍ ښوونکو ته د دوو میاشتو تنخوا ورکوي
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت چارواکي وايي، تر راروانې اوونۍ به د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف په مرسته ټولو هغو څه باندې دوه سوه زره ښوونکو ته دوه سوه امریکايي ډالره د دوه میاشتیني معاش په توګه وویشي چې بانکي حسابونه لري.
دا هوکړه نن دوشنبې (وري ۲۹/ اپرېل ۱۸) د پوهنې وزارت او د یونیسف تر منځ په کابل کې شوې ده.
د دغه وزارت ویاند عزیز احمد ریان بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل چې د هوکړې له مخې به یونیسف ۹۴ سلنه ښوونکو ته د بانک له لارې معاشونه حواله کړي او پاتې شپږ سلنه هغو ته، چې بانکي حسابونه نه لري تر یوې تګلارې جوړولو وروسته تنخوا ورسوي.
نوموړی وايي،
"د جدې او دلوې معاشونه ځینو معلمانو ته نه وو رسېدلي. پرېکړه دا وشوه چې ۹۴ سلنه معلمان په بانکونو کې حسابونه لري، باید هغوی ته هلته حواله شي. پاتې شول شپږ فیصده نور چې په بانکونو کې حسابونه نه لري- د هغوی لپاره به تر راتلونکې جمعې مالي ریاست یوه طرحه جوړوي او یونیسف سره به یې شریکوي چې د جدې او دلوې معاشونه معلمانو ته ورسول شي'.
د طالبانو حکومت او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق تر منځ دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې یونیسف تر دې مخکې ښوونکو ته د دوی د مالي حقونو په ورکولو ټينګار کړی و او ویلي یې وو چې له میاشتو راهیسې ګڼو ښوونکو ته تنخوا نه ده ورکړل شوې.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ د روانې وري میاشتې په لومړیو کې ټټر وهلی و چې هره میاشت به ښوونکو ته سل امریکايي ډالر د تنخوا په توګه ورکوي. په دې کې د روان میلادي کال جنورۍ او فبرورۍ میاشتې معاشونه یاد شوي وو چې د اروپايي ټولنې لخوا د لومړنیو او منځنیو ښوونځیو ښوونکو ته به ورکول کېږي.
هغه مهال د یونیسف ادارې استازې ایویا ویلي و، "خوښ یوو چې له ډېرو کړاونو او هڅو وروسته بلاخره په دې وتوانېدلو چې افغانستان کې د دولتي ښوونځیو یو شمېر ښوونکو سره بېړنۍ مرسته وکړو."
خو یونیسف د داسې یوه پروګرام جوړولو خبره کړې وه چې له مخې یې د حکومتي چارواکیو له لاسوهنې پرته په مستقیم ډول ښوونکو ته معاشونه ورکړل شي.
که څه هم ښاغلی ریان وايي چې دا کومه نوې پرېکړه نه ده او وار د مخه یونیسف د دې ټټر وهلی و خو په خبره یې، ښوونکو ته د تنخاګانو د ورکړې بهیر ځينې ستونزې لرلې او په نننۍ غونډه کې یې بحث پرې وکړ.
نوموړی وايي، ځينو ښوونکو ته د یادو دوو میاشتو معاشونه نه وو رسېدلي او یا پرته له دې چې د یوه ښوونکي د تنخا کچه مالومه کړای شي، ټولو ته سل سل ډالر ورکول شوي:
"هر معلم ته سل سل ډالر ورکول کېدل. که معاش یې اته زره و، که لس یا دوولس زره، هر یوه ته سل ډالر ورکول کېدل. دا ځل فیصله دا وشوه چې که بل وار یونیسف معاشونه ورکول، چې د هر معلم څومره معاش وي، هغومره به ورکوو."
د طالبانو پوهنې وزارت وايي، یونیسف چې معاشونه ښوونکو ته ورکوي "باید لېست یې له موږ سره شریک کړي."
د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د مالوماتو له مخې په ټول هېواد کې دمګړۍ څه باندې ۲۴۲ زره ښوونکي شته چې له ډلې یې نژدې ۹۲ زره ښځینه دي.
دغه وزارت وايي، له یونیسف سره سلا شوي چې که په راتلونکي کې یونیسف ښوونکو ته معاشونه ورکول غواړي نو د تازه شمېرو له مخې به دا حساب کتاب کېږي ځکه چې په خبره یې، په وروستیو میاشتو کې دوی د ښوونکو 'کره' شمېر مالوم کړی، 'خیالي ښوونکي' ترې ایستل شوي دي او نوي ګمارل شوي ښوونکي هم پکې شامل کړای شوي دي.
د یادولو ده چې اوسمهال په ټول افغانستان کې یوازې ابتداییه یا لومړني ښوونځي د نجونو او هلکانو زدکوونکو پر مخ خلاص او ښوونکي یې په درس ورکولو بوخت دي خو منځني ښوونځي د نارینه زدکوونکو پر مخ خلاص مګر د ښځينه زدکوونکو پر مخ لا هم تړلي پاتې دي.