په الاقصی جومات کې شخړه؛ له ۱۵۰ ډېر فلسطینیان ټپیان شوي

د عکس سرچینه، EPA
فلسطیني روغتیا پالان وايي، د بیت المقدس په الاقصی جومات کې له اسرائیلي پولیسو سره شخړه کې ۱۵۰ فلسطینیان ټپیان شوي دي.
بل لور اسرائیل پولیس وايي، دوی له هغه وروسته د جومات انګړ ته ننوتل چې د ډبرو ګوزارونه پرې وشول.
دوی وايي، پېښه کې درې اسرائیلي پولیس ټپیان شوي دي.
په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې له اسرائیلي چاپو او بیا په اسرائیلي ښارونو کې له خونړیو بریدونو وروسته د فلسطینیانو او اسرائیل تر منځ تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
له دې مخکې د فلسطین روغتیا وزارت وویل، د پنجشنبې پر ورځ په جنین سیمه کې د اسرائیلي عملیاتو پر مهال ۱۷ کلن ټپي شوی زلمی د جمعې پر ورځ مړ شوی دی.
افغانستان کې د طالبانو حکومت هم د اقصی جومات وروستۍ پېښې غندلې دي.
د دوی بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې پر نړيوالې ټولنې، په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو غږ کړی چې د دوی په وینا "د فلسطينيانو د انساني حقونو د اعادې او د اسراييلي مظالمو مخنيوي لپاره عملي اقدام وکړي."
تېره سې شنبه د اسرائیل په تل ابیب ښار کې یوه فلسطیني بریدګر درې اسرائیلیان ووژل او له هغه وروسته په لویدیځه غاړه کې د اسرائیل ځواکونو بریدونو کې له ۲۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې وسله وال کسان بللي دي.
د تل ابیب برید په دوو اونیو کې د اسرائیلي عربانو او فلسطینیانو له لوري تر سره شوی څلورم برید و.
دغه بریدونه په تېرو ۱۵ کلونو کې تر ټولو زیات خونړۍ لړۍ بلل شوې، چې ۱۲ اسرائیلیان او دوه اوکرایینیان پکې وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
اسرائیل پولیس وايي، له ځايي وخت سره سم نژدې څلور بجې لسګونه فلسطینیان چې ځینو د سخت دریځې حماس ډلې بیرغونه لېږدول، د جومات ساحې ته ننوتل او پر پولیسو یې د ډبرو او هغو توکو ګوزارونه وکړل، چې په اورلوبو کې ترې کار اخیستل کېږي.
پولیس وايي، دوی د جمعې لمانځه ختمېدو پورې انتظار وکړ او له هغه وروسته ورننوتل چې د هغو بلواګرو مخنیوی وکړي، چې د دوی په وینا د لوېدیځ دېوال بلې خوا ته یې د یهودي عبادت کوونکو پر لور د ډبرو ګوزارونه کول.
د فلسطین بهرنیو چارو وزارت د اسرائیل کړنه سخته غندلې او په وینا یې ''د دې جنایت او د دې د عواقبو مخامخ او بشپړ مسوولیت د اسرائیل پر غاړه دی. ''
پولیسو پر خواله رسنۍ ټویټر هغه ویډیويي کلیپ خپور کړی، چې د جومات په انګړ کې چاودیدونکي اورتوکي پکې ښکاري او دغه راز هغه مخ پټي ځوانان پکې لیدل کېږي، چې پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه کوي.
د اسرائیل بهرنیو چارو وزارت بیا په یوه ټویټر پیغام کې هغه رپوټونه رد کړي چې وايي، پولیس د تاوتریخوالي پر مهال د جومات ودانۍ ته ننوتلی وو.
څو ساعته وروسته خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې بیا فلسطینیان او اسرائیل پولیس په جومات کې یو ځای په نسبتاً ارام چاپېریال کې لیدل کېږي.




















