داسې ولسواکي چې له ولسه پکې رایې نه اخیستل کېږي

د خپرېدو وخت

د سومالیا پارلمان ته ټاکل شوي وکیلان لږ وروسته لوړه کوي. د سومالیا پارلمان ته د خلکو کور نوم ورکړل شوی، خو جالبه دا ده چې د غړو ټاکنې لپاره یې له خلکو رایې نه اخیستل کېږي.

د دې پارلمان لپاره وروستیو ټاکنو هم څلور میاشتې ریکارډ وخت واخیست، چې د نړۍ تر ټولو لوی جمهوریت هند د پارلماني ټاکنو وخت پرتله دوه برابره زیات دی، چې نژدې ۶۰۰ میلیونه خلکو رایې پکې ورکړه.

په سومالیا کې بیا د ټولټال نژدې ۱۶ اعشاریه درې میلیونه نفوس په استازولۍ یوازې څو زره کسانو پارلماني ټاکنو کې رایې ورکړه او دا ځکه چې سومالیا کې د ټاکنو لپاره له یوه خورا پیچلي نظامه کار اخیستل کېږي.

په دې هېواد کې سیاسي ګوندونه هم په ټاکنو کې د ګډون اجازه نه لري او نه هم هر یوه وګړي ته د یوې رایې ورکولو حق ورکول کېږي.

د دې پر ځای د پارلمان ۲۷۵ څوکیو لپاره د قبایلي مخورو لخوا ټاکل شوي استازي او یا د ځايي چارواکو لخوا ګومارل شوي مدني فعالان رایې ورکوي.

په ولسمشریزو ټاکنو کې بیا د سنا ۵۴ کسیز مجلس هم برخه اخلي چې د سومالیا پنځو ایالتونو استازیتوب کوي.

ولې وکیلان داسې ټاکل کېږي؟

دا په سومالیايي ټولنه کې د قبیلو د رول ځواکمنتیا ښيي، چې لوېدیځ ډوله دیموکراسي پکې تر اوسه جرړې نه لري.

همدا نظام د یوه فعال دولت هغه تشه هم ډکوي چې په ۱۹۹۱ کال کې د سیدباري په مشرۍ د سوسیالیست حکومت له نسکورېدو وروسته رامنځته شوه.

د سومالیايی قبیلو تر منځ د سختې سیالۍ ته پام سره دا نظام د واک وېش داسې یوې فارمولې پر بنسټ ولاړ دی چې د څلورو لویو قبیلو تر منځ پارلمان کې واک تقسیموي او نورې کوچنۍ قبیلې پاتې نیمايي څوکۍ ترلاسه کوي.

همدا وېش بیا سوماليي قبیلو ته د سیاسي واکمنۍ په برخه کې پرېکنده رول ورکوي.

د سومالیا پارلمان لپاره تازه ټاکل شوي ډېری وکیلان به د پنجشنبې پر ورځ لوړه وکړي، خو په ځینو سیمو کې د کاندیدانو وړتیا موضوع پر سر د جنجالونو له کبله لا هم ټاکنې نه دي شوې.

په دې ټاکنو کې د ټګیو، برګیو او فساد پراخ تورونه هم لګېدلي. داسې باور کېږي چې په ځینې سیمو کې د قبیلوي مشرانو له لوري د ټاکل شویو استازو رایې تر لاسه کولو لپاره میلیونه ډالر د بډو، رشوتونو په توګه ورکړل شوي دي.

خو په دې هېواد کې داسې کومه اداره هم نه شته، چې د فساد مخنیوي لړ کې اقدامات وکړي.

پر نوي پارلمان فشار ډېرېږي چې د نوي ولسمشر لپاره رایې ورکړي، ځکه د اوسني ولسمشر محمد عبدالهي فرماجو د واک موده د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې پای ته رسېدلې. خو پارلماني ټاکنو ته د چمتوالي نه شتون له کبله دی او د پارلمان مخکیني غړي تر اوسه په واک کې پاتې دي.

خو د امریکا په ګډون د لوېدیځوالو له فشارونو وروسته بالاخره پارلماني ټاکنې تر سره شوې. د پیسو نړیوال صندوق (ای ایم ایف) ویلي و، که سومالي واکمن پارلماني ټاکنې و نه کړي، د سږ کال له مې میاشتې وروسته به له دې هېواد سره مالي مرستې ودروي.