تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له ان فرینک سره د خیانت کوونکي سړي معلومولو ادعا اړوند کتاب بېرته له بازاره ټولېږي
هغه کتاب چې ادعا پکې شوې، له یهودۍ پېغلې ان فرینک سره خیانت کوونکی کس په کې مشخص شوی، له هغه وروسته هالنډۍ خپرندویه ټولنه له بازاره بېرته ټولوي چې موندنې یې 'بې بنسټه ' وبلل شوې.
د کتاب د پلټنې ډلې ویلي و چې د آرنلډ وان دینبیرګ په نامه یهودي سړی دویمه نړیواله جګړه کې د ان فرینک او د هغې د کورنۍ د نیول کېدو مسوول دی، خو کله چې په جنورۍ کې کتاب خپور شو له سختو نیوکو سره مخ شو.
اوس د دویمي نړیوالې جګړې د یو شمېر تاریخ پوهانو او کارپوهانو له خوا یو راپور خپور شوی چې پکې یې ویلي دي"دا څېړنه د ارزونې وړ نه ده"
یهودۍ پېغلې ان فرینک تر دوو کلونو پورې پټ ژوند کاوه، یاداشتونه یې لیکل او ۱۵ کلنه وه، چې د نازي جرمن پوځیانو په یوه توقیف کمپ کې مړه شوه.
دغه کتاب چې له 'ان فرینک سره د خیانت - د یوې سړې قضیې څېړنه ' نوم ورکړل شوی و وايي، یوه یهودي قانوني وکیل وان دینبیرګ ښايي د خپلې کورنۍ ژغورلو لپاره د ان فرنک او کورنۍ پټنځای معلومات ورکړي وي.
د دې کتاب لپاره د څېړونکو یوې ډلې شپږ کاله کار وکړ، چې مشري یې د ایف بي ای یوه متقاعد افسر کوله.
د دې کتاب کاناډایۍ لیکوالې رزماري سالیوان د یهودانو ټولنو او تاریخ پوهانو سخت غبرګونونه راوپارول.
د اروپا د یهودانو کانګرېس پر خپروونکي هاپر کالینز غږ وکړ چې د دې کتاب انګلیسي نسخه لغوه کړي او زیاته یې کړه چې دې کار د ان فرانک حافظې او له هولو کاسټ د ژوندي پاتې کسانو وقار ته تاوان اړولی و.
د دې کتاب په تړاو تازه خپاره شوي رپوټونه له موندونو سره په تضاد کې دي او دا کار یې غیر مسلکي یاد کړی.
کارپوهانو وموندل چې د دې ادعا د تثبیت لپاره هیڅ ډول کره اسناد او شواهد نه شته.
په ځواب کې یې هالنډي خپروونکي امبو انتوس ویلي "دا کتاب به نور شتون و نه لري" پر کتاب پلورنځیو یې غږ وکړ چې شته کتابونه بېرته ورکړي.
خپروونکي له ټولو هغو کسانو 'بښنه ' وغوښته چې د کتاب د محتوا له امله یې د خپګان احساس کړی و.
د وان دینبېرګ لمسۍ له هارپر کولینز څخه غوښتي و چې د کتاب د انګلیسي نسخي د خپرېدو مخنیوی دې وکړي.
هغې ویلي:"دې کار سره تاسو د ان فرانک له کیسې ناوړه ګټه اخلئ، تاریخ جعل کوئ او یو لوی ظلم سره مرسته کوئ"
بي یي سي د غبرګون لپاره هارپر کولینز سره اړیکه ونیوله.
د کتاب څېړونکی ټیم مخکې پر خپلو څېړنو ټینګار کاوه او په وینا یې چې دوی داسې ادعا نه ده کړې چې ګواکې بشپړ حقیقت یې موندلی.