پر ۱۳ زدکوونکو نجونو جنسي تېری؛ ښوونکی په عمر بند محکوم شو

د خپرېدو وخت

اندونیزیا کې یوې محکمې د ځايي مدرسې څښتن او ښوونکی پر ۱۳ زدکوونکو نجونو د جنسي تېري په تور په عمري زندان محکوم کړی دی.

له ۱۱ تر ۱۶ کالو پورې پر عمر لرونکو نجونو د ښوونکي او د لیله لرونکي ښوونځي څښتن او ښوونکي هیري ویراون تېري دې قضیې اندونیزیا کې سخته غوسه راپارولې.

د ویراون په هکله ویل کېږي چې د مذهبي مضامینو ښوونکی هم و او له ۲۰۱۶ کال وروسته یې پر خپلو زدکوونکو جنسي تېری کړی.

د ۱۳ نجونو له ډلې اته مېندوارې شوې او نهه ماشومان یې زېږولي دي.

اندونیزیا څارنوالۍ د ویراون لپاره له محکمې د اعدام سزا غوښتنه کوله، خو د باندونګ سیمې قضايي پلاوي د سې شنبې پر ورځ حکم وکړ، چې ۳۶ کلن ویراون به ټول عمر په زندان کې تېروي.

محکمې د نوموړي خصي کولو په تړاو هم د څارنوالۍ غوښتنه و نه منله.

د جنسي تېري دا موضوع چې څو کاله یې دوام درلود، د پروسږ کال مې کې هغه وخت برالا شوه، چې د یوې ماشومې مور، پلار د هغې له مېندوارۍ خبر شول.

محکمې ته وویل شول، چې نوموړي په ۲۰۱۶ کال کې د لویدیځې جاوا په بانډونګ ښار کې د مدرسې له پرانیستلو وروسته پر ماشومو نجونو جنسي تېری کاوه.

ځايي رسنیو د څارنوالۍ مسوولینو له قوله ویلي، ویراون په بیوزله سیمه کې د بورسونو او نورو اسانتیاوو په پلمه خلک هڅول چې ماشومان یې مدرسې ته ورواستوي.

محکمې ته ویل شوې، د ده زدکوونکې نجونې له کورنیو لېرې د ښوونځي په لیله کې اوسېدې او له کورنیو سره یې اړیکي خورا کم وو.

له دوی موبایل ټیلیفونونه اخیستل کېدل او په کال کې یې یوازې یو ځل کور ته د تلو اجازه درلوده.

له دې سره په اندونیزیا کې د ښځو او نجونو پر ضد د جرمونو او زورزیاتي مخنیوي په تړاو د هغه قرارداد تصویب غوښتنه یو ځل بیا ډېره شوې، چې له نژدې یوې لسیزې راهیسې یې مخافظه کار پارلمان غړي د تایید مخالفت کوي.

د دې قرارداد مخالفین ادعا کوي چې د جنسي ځورونې مخنیوي دې قرارداد له کبله به جنسي بې لارۍ ته لار هواره شي، خو د ښځو حقونو فعالان دا ادعا په کلکه ردوي.