جذام؛ له ډېرو لرغونو ناروغیو یوه، چې اوس یې درملنه شونې ده

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت

نن جنوري ۳۰ مه د جذام ناروغۍ په اړه د پوهاوي خپرولو نړیواله ورځ ده. جذام جلدي یا د پوستکي ساري ناروغي ده.

پر دې ورځ فعالان هڅه کوي خلکو ته له دې ناروغۍ د مخنیوي په اړه معلومات ورکړي.

د دې ورځ نمانځل په ۱۹۵۴ کال کې د مهاتما ګاندي ژوند ته د درناوي په پار چې په جذام ناروغۍ یې له اخته کسانو سره زړه سوی و پیل شول.

جذام په نړۍ کې یوه له ډېرو لرغونو ناروغیو ده چې لومړۍ نښې یې په هند او مصر کې ثبتې شوي.

دا ناروغي ساري ده او د انسان عصبي سیستم، په تېره بیا د بدن پر سړو برخو کې لکه لاسونه، پښې او مخ باندې برید کوي.

جذام په بې وزلۍ کې پیدا کېدونکې ناروغي بلله کېږي، او نن سبا چې یې د درملنې پرمختللې لارې چارې شته هم، بې وزلو هېوادونو کې چې وګړي یې له پرمختللو روغتیايي آسانتیاو بې برخې دي له دې ناروغۍ ډېر خلک کړېږي.

د دې ناروغۍ د مخنیوي له پاره باید درملنه ژر تر ژره پیل شي.

د تاریخ په اوږدو کې تر هرې بلې ناروغۍ ډېر خلک د جذام په ناروغۍ له اخته کسانو بېرېدلي او ځانونه یې ترې لېرې نیولي دي.

سره له دې چې متخصصان ډاډ ورکوي چې سل په سلو کې له مینځه تللی شي، بیا هم جذام ناروغي په خلکو کې ډار خپروي.

تر مودود ګومان دا و چې جذام ارثي ناروغي او د خدای له اړخه عذاب دی، خو په ۱۸۷۳ کال د ناروې یوه ډاکټر ګراهام هنریک هنسون وموندله چې دا ناروغي د (میکو باکټریوم لپرا) وېروس له امله را منځته کېږي.

برخلاف د هغه څه چې ډېر خلک فکر کوي، جذام ناروغي د دوامدار او ډېر نژدې تماس له امله پیدا کېږي.

پر دې ناروغۍ اخته خلک ځان له نورو ګوښي نیسي او دې کار یې د له منځه وړلو چاره هم ټکنۍ کړې.

له ۱۹۹۵ تر ۲۰۱۵ کال په ټولې نړۍ کې د جذام په ناروغۍ اخته د ۱۶ میلیونو درملنه شوې.

اوسمهال جذام ناروغي د درملنې وړ بللې کېږي.

په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې هم د جذام په ناروغۍ د اخته کسانو لږ شمېر په مرکزي ولایتونو کې لکه بامیان او وردګو کې رپوټ شوي ول.

د آسانتیاو نه شتون او منفي دودونو له امله په دغه هېواد کې د جذام په ناروغۍ د اخته کسانو کره شمېر نه دی معلوم.

له بلې خوا د افغانستان، پاکستان او هند په شان هېوادونو د دغې ناروغۍ په اړه معلومات نه ورکول کېږي.

جذام ناروغي لا هم د بشر د سلامت پر وړاندې ننګونه ګڼل کېږي.

په ۱۹۹۸ کال کې په ټوله نړۍ کې تر ۸۰۰زره ډېر کسان پرې اخته ول.

په ۲۰۱۶ کال کې د یوه اټکل له مخې په نړۍ کې ۲۰۰ زره کسان په دې ناروغۍ اخته ول.

خو په ۲۰۱۷ کال کې اټکل و چې تر یو میلیون ډېر وګړي په جذام ناروغۍ اخته ول او ډېرې بېلګې یې په ختیځه اسیا، افریقا او جنوبي امریکا کې ثبت شوي دي.