تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ارام سمندر کې تر اوبو لاندې د اورشیندي له چاودنې وروسته، د څونامي څپې خپرې شوې
د ارام سمندر په منځ کې د اورشیندي غره چاودیدو له کبله د ټونګا هېواد ساحلي سیمو ته توفاني څپې رسېدلې دي.
له دې مخکې د نیوزیلنډ او ټونګا په ګډون یو شمېر هېوادونو کې د څونامي یا سمندري توپان خبرداری ورکړل شو.
پر خواله رسنیو خپاره شوي ویډیويي کلیپونه ښيي چې د سمندري څپو یوه جوپه په ټونګا کې د یوې کلیسا او کورونو پر لور ورځي. ویل کېږي، پر پلازمېنه نوکو - الوفا د ایرو باران شوی.
د ارام سمندر دې ټاپو له اوسېدونکو غوښتل شوي، چې لوړو ته وخېژي.
په هونګا ټونګا - هونګا هاپای اور شیندو غرونو لړۍ کې دا وروستۍ چاودنه ده.
امریکا هم په امریکن ساموا ټاپوګانو کې چې د دې هېواد ملکیت دی، د څونامي خبرداری خپور کړی دی.
د دې چاودنې غږ چې اته دقیقې یې دوام وکړ، نژدې اته سوه کیلومتره لېرې د فیجي پلازمېنه سوفا کې هم اورېدل شوی.
د ټونګا جیولوژیکل خدمتونو ادارې چارواکي وايي، له چاودنې وروسته د ایرو او لوګیو غوټه له اورشیندي نژدې ۲۰ کیلومتره هوا ته پورته شوه.
هونګا ټونګا - هونګا پای د ټونګا پلازمېنې ۶۵ کیلومتره لېرې موقعیت لري.
بل لور په نیوزیلنډ کې چې د چاودنې له ځایه نژدې ۲۳۰۰ کیلومتره لېرې دی، چارواکو د توفاني څپو خبرداری ورکړی دی.
د دې هېواد حوادثو ادارې ویلي، ساحلي سیمو کې ښايي د معمول خلاف لوی چپاوونه او لوړې څپې ولیدل شي.
د هوا پېژندنې ځايي ادارې په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ''د نیوزیلنډ په لر او بر کې د خلکو (د چاودنې) غږ اورېدلی چې له کبله یې زورور قوت خارج شوی دی. ''