تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې درنې واورې؛ ''په موټرو کې ایسار ۲۲ سیلانیان وژل شوي''
- Author, محمد زبیر خان
- دنده, خبریال
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
پاکستاني چارواکي وايي، په مري سیمه کې د درنې واورې له کبله لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وايي، پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه د پنجاب مري سیمه کې دغه کسان چې ډېری یې سیلانیان دي، په ګاډو کې ایسار پاتې وو. په وژل شویو کې د یوې کورنۍ اته کسان هم شامل دي.
د نوموړي په وینا اوس هم په سیمه کې نژدې زر ګاډي ایسار دي او د مرستې لپاره سیمې ته پوځيان استول شوي دي.
د ژغورنې د ډلو په وينا وژل شويو کې ۱۰ نارينه، دوې مرمنې او لس ماشومان شامل دي.
شیخ رشید احمد په یوه ویډیويي بیان کې ویلي، له ۱۶ تر ۱۹ پورې د هغو کسانو مړینه تایید شوې، چې د مري سیمې په لار کې په ګاډو کې ایسار پاتې شوي وو.
پنجاب حکومت په سیمه کې بېړنیز حالت اعلان کړی دی او له اسلام اباده د مري پر لور غځېدلې لارې تړل شوې دي.
پاکستان کورنیو چارو وزیر وايي، خورا ډېر خلک لا هم د مري په شاوخوا کې د درنې واورې له کبله د لارې اوږدو کې ایسار پاتې دي.
د پاکستان هوا پېژندني ادارې وړاندوینه کړې چې راتلونکو شپږ ساعتونو کې ښايي په سیمه کې نور اورښت هم وشي.
لومړي وزیر عمران خان پر پېښه خواشیني څرګنده کړې او د پلټنو امر یې کړی.
له دې مخکې د راولپنډي سیمې چارواکو په یوه ټویټر پیغام کې وویل، ۲۳ ګاډي له سیمې ایستل شوي دي، خو تر ۱۰۰۰ پورې ګاډي لا هم ایسار پاتې دي.
د مري سیمو کمشنر هم په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ګڼ شمېر ونې له بېخه ختلې چې له کبله یې د مرستې چارې له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي.
مري سیمې ته د سیلانیانو ننوتو مخنیوي لپاره په سیمه کې پولیس ځای پر ځای شوي دي.
د پاکستان هوا پېژندنې ادارې چارواکي وايي، مري سیمه کې تر اوسه پورې نژدې څلور فوټه واوره شوې.
د یادونې ده، چې له دې مخکې د پاکستان په شمالي سیمو کې د اورښتونو له کبله لومړی د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې د سیلانیانو پر ورتګ بندیز ولګېد او پرون جمعه ماښام مري ته هم د سیلانیانو پر ورتګ بندیز لګول شوی و.