څېړنه: د کورونا اومېکرون بڼه تر پخوانیو بڼو کمه خطرناکه ده

د عکس سرچینه، Getty Images
په بریتانیا او سویلي افریقا کې څېړنو ښودلې ده چې د کورونا وېروس اومېکرون بڼې له کبله د ناروغیو نوې څپه تر پخوانیو هغو یو څه 'نرمه' او کمه خطرناکه ده.
لومړني شواهد ښیي چې د دې بڼې له کبله د پخوا پرتله لږ کسان روغتون کې بستر کېدو ته اړتیا لري.
خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې اومېکرون بڼه، سره له دې چې ډېره خطرناکه نه ده، خو بیا هم په چټکۍ خپرېږي او ښایي روغتونونه په دومره لوی شمېر د ناروغانو د درملنې توان ونلري.
په ورته مهال په بریتانیا کې په لومړي ځل د کورونا مثبتو پېښو ورځنی شمېر تر یو لک کسانو اوښتی دی.
کارپوهان وایي، هېوادونه باید سم پوه شي چې د کوورنا وېروس اومېکرون بڼه څه ډول خطرونه لري، او بیا یې د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
په سکاټلند کې په دې تړاو څېړنه ښیي چې د کوورنا وېروس 'ډېلټا' بڼې په یوه خاصه موده کې ۴۷ کسان تر روغتون رسول، خو اومېکرون بڼې په هماغه موده کې یوازې ۱۵ کسان بستر کړي.
خو د سکاټلند کې د کورونا د مخنیوي ادارې مشر ډاکټر جېم مېکمېنامېن وایي، خلک باید تر وخت د مخه خوشحاله نشي، ځکه دې برخه کې لا ډېرو څېړنیو ته اړتیا ده.
د کورونا وېروس اومېکرون بڼه دا مهال په نړۍ او په خاصه توګه په چټکۍ خپرېږي او کارپوهان وایي، که خطر یې کم هم وي، خو په دومره لوی شمېر کې د خلکو پرې اخته کېدل جدي ننګونه ده.
په سویلي افریقا کې هم د کورونا اومېکرون بڼې په اړه یوې څېړنې موندلې ده چې دا تر پخوانیو بڼو 'نرمه' ده او کم خطر پېښوي.
څېرنه ښیي چې د دې بڼې له کبله روغتون کې د بستر کېدو احتمال له ۷۰ تر ۸۰ سلنه کم دی.
کارپوهان وایي، د اومېکرون بڼې 'نرموالی' ښایي له دې کبله وي چې ګڼ کسان واکسین شوي دي او د وېروس پر واندې وګړو د بدن دفاعي ځواک یا 'ایمیونیټي' هم ډېره شوې.




















