د ډالر پر وړاندې د ترکيې ليرې ارزښت په بې ساری کچه ټيټ شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د ترکيې لېرې نن (دوشنبې) د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت پنځه سلنه له لاسه ورکړ او د لويو اسعارو پر وړاندې د ترکيې د پيسو تبادلې نرخ په بې سارې کچه راټيټ شو. يو امريکايي ډالر اوس په ۱۷.۵ ليرو پلورل کېږی.
که څه هم ليرې تېره مياشت خپل ارزښت شاوخوا درېيمه برخه له لاسه ورکړ خو د دغه هېواد ولسمشر رجب طيب اردوګان په خپل دريځ ولاړ دی او مخ په زياتېدونکي انفلاسيون سره د مبارزې په موخه د سود کچې ټيټېدو دفاع کوي.
په ترکيه کې انفلاسيون تېره مياشت ۲۱.۷ سلنه ته ورسېد.
د ترکيې ولسمشر يکشنبې (۱۹ ډسمبر) په خپله وينا کې وويل چې د "مذهبي دلايلو له مخې د بانکي سود کچې د لوړولو ملاتړ نه کوي".
دلته مرکزي بانکونه د انفلاسيون سره د مقابلې لپاره د سود د نرخ لوړېدو څخه کار اخلي خو ښاغلي اردوګان دا د "ټولو بدبختيو اصلي لامل بللی دی".
تېره اوونۍ د ترکيې مرکزي بانک د سود کچه له ۱۵ سلنو څخه ۱۴ سلنو ته راټيټه کړه چې دا په وروستيو مياشتو کې د سود کچې د کمولو څلورم ځل دی چې د ډالر پر وړاندې د ليرې د ارزښت کمېدو لامل شوی.
ښاغلي اردوګان پر مرکزي بانک فشار راوړی چې د سود نرخ کم کړي.
ولسمشر او د هغه متحدين استدلال کوي چې د سود کچې ټيټېدل به صادراتو، پانګونې او کار ته وده ورکړي خو يو شمېر اقتصاد پوهان بيا په دې باور نه دي.
که څه هم د ترکيې مرکزي بانک هڅه کړې چې د ډالرو د زېرمو په کارولو سره د ليرا پياوړي کېدو هڅه وکړي خو کارپوهان وايي چې دومره ځواک نه لري چې د ليرې د نورې راټيټېډو مخه ونيسي.



















