بنګله دېش له پاکستانه د خپلواکۍ ترلاسه کولو پنځوسمه کلیزه لمانځي

بنگلہ دیش

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د ۱۹۷۱ کال کې دسمبر پر ۱۶ مه له نهه میاشتو خونړۍ جګړې وروسته پاکستان دوې ټوټې شو او د بنګله دېش په نامه یو نوی هېواد رامنځته شو.

بنګله دېش کې نن د همدې ورځې پنځوسمه کلیزه لمانځل کېږي، چې د پلازمېنې ډاکه په ریسکورس میدان کې پاکستاني پوځیانو وسله پر ځمکه کېښوده او د بنګله دېش خپلواکي اعلان شوه.

نن پنجشنبه د بنګله دېش ولسمشر عبدالحمید، لومړۍ وزیرې شیخ حسینه او بنګله دېشیانو د شهیدانو په نامه څلي ته د ګلونو ګېډې کېښودې، د۳۱ توپونو سلامي وړاندې شوه او د خپلواکۍ ترلاسه کولو پنځوسمې کلیزې مراسم یې رسماً پیل کړل.

له دې مخکې د هند ولسمشر رامانات کوبیند په دې مراسمو کې د ګډون لپاره پلازمېنې ډاکې ته ورسېد.

بنګله دېش اوسېدونکي د خپلواکۍ جشن لمانځلو لپاره د شهیدانو یادګار ته راټول شوي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بنګله دېش اوسېدونکي د خپلواکۍ جشن لمانځلو لپاره د شهیدانو یادګار ته راټول شوي وو.

د بنګله دېش د خپلواکۍ جګړه د همدې ۱۹۷۱ کال په مارچ کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له پیل سره هممهاله توده شوه.

تر اوسه د بنګله دېش خپلواکۍ په جګړه کې د وژل شویو کسانو کره شمېرې معلومې نه دي، خو د رسمي شمېرو له مخې په دې جګړه کې تر درې میلیونو پورې کسان ووژل شول او د دې نهه میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې پر سلګونه زره ښځو جنسي تېری شوی.

د بنګله دېش میلیونونه اوسېدونکي په همدې ترڅ کې د هند ختیځو سیمو ته کډوال شول او له هغه وروسته هندي پوځیان د بنګله دېشي بېلتون پالو مرستې لپاره په دې جګړه کې ښکېل شول، چې پایله کې یې پاکستاني پوځیان رسماً د دسمبر پر ۱۶ مه هند ته تسلیم شول.

د بنګله دېش خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته د بشري حقونو فعالانو او د قربانیانو خپلوانو د وژنو، چور، تالان او جنسي تېري د عاملینو محاکمې غوښتنه وکړه، خو ډیلي، ډهاکې او اسلام اباد هوکړه وکړه، چې پاکستاني پوځیان به د جنګي جرمونو په تړاو نه محاکمه کېږي او خپل هېواد ته د ستنېدو اجازه ورکړل شوه.

۲۰۱۰ کال کې بیا لومړی ځل په بنګله دېش کې د عوامي لیګ ګوند حکومت د هغو کسانو محاکمې غږ پورته کړ، چې د بنګله دېش خپلواکۍ جګړه کې یې له پاکستاني پوځیانو سره مرسته کړې وه او د زور، زیاتي تورونه پرې لګېدلي وو.

A Mukti Bahini guerrilla about to bayonet men accused of collaboration with Pakistan during Bangladesh's war of independence, at a racecourse in Dhaka, 1971

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دې خونړۍ جګړه کې سلګونه زره کسان ووژل شول

له هغه راهیسې د بنګله دېش جماعت اسلامي او بنګله دېش نېشنل ګوند ځینې غړو په ګډون یو شمېر کسان د همدې تورونو په تړاو محاکمه شوي دي.

جماعت اسلامي د بنګله دېش تر ټولو لوی مذهبي ګوند دی، چې هغه مهال یې له پاکستانه د بنګله دېش خپلواکۍ ترلاسه کولو مخالفت کاوه. د دې ګوند پر ځینو غړو تور پورې شوی، چې د پاکستاني پوځیانو تر څنګ یې د بنګله دېش خپلواکۍ غوښتونکو پر ضد جګړه کوله.

بنګله دېش بیا بیا له پاکستان غواړي چې له بنګله دېشي ولس بښنه وغواړي.

دوی تور لګوي چې د پاکستان پوځ پر۱۹۷۱ کال اوسني بنګله دېش یا پخواني ختیځ پاکستان کې جنګي جرمونه کړي دي.

پاکستان دا تورونه ردوي، خو لومړی ځل یې ۱۹۷۴ کال کې له بنګله دېش بښنه غوښتې وه.