بریتانیا کې د کورونا ورځنیو پېښو نوی رېکارډ؛ ۲۴ ساعتونو کې ۷۸ زره کسان په وېروس اخته شوي

Booster vaccine being given

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بریتانیا حکومت خلکو ته سپارښتنه کوي چې د کورونا ضد دریم واکسین هم وکړي
د خپرېدو وخت

په بریتانیا کې د کورونا وېروس ورځنیو مثبتو پېښو نوی رېکارډ جوړ شوی او د سې شنبې او چارشنبې ترمنځ ۲۴ ساعتونو موده کې څه باندې ۷۸ زره کسان په دې وېروس اخته شوي دي.‌

له دې وړاندې دا رېکارډ په یوه ورځ کې ۶۸ زره مثبتې پېښې وې، چې په تېره جنورۍ میاشت کې ثبتې شوې وې.

همدا راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ټوله بریتانیا کې ۱۶۵ کسان له کورونا وېروس مړه شوي دي.

په ورته مهال بریتانیا کې د کورونا وېروس تازه بڼې (اومېکرون) د خورېدو وېره هم په زیاتېدو ده. د حکومتي شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۴۶۷۱ کسانو کې د کورونا وېروس دا بڼه تایید شوې ده.

له دې سره بریتانیا کې په اومېکرون بڼه د اخته شویو کسانو ټول شمېر له لسو زرو هم اوښتی دی. خو کارپوهان وېره لري چې په دې نوې بڼه د اخته کسانو اصل شمېر ښایي تر دې هم څو ځله لوړ وي.

د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن بیا په هېواد کې د کوویډ نویو ناروغانو شمېر له ډېرېدو سره هممهاله له خپلو هېوادوالو غوښتي چې د واکسین غښتلی کوونکی خوراک تر لاسه کړي.

نوموړي د اوس لپاره د نویو بندیزونو په هکله څه نه دي ویلي، خو د انګلستان عامې روغتیا مشر کریس وایټې خبرداری ورکوي چې راتلونکو اونیو کې ښايي د کوویډ ناروغانو شمېر په هکله نور ریکارډونه جوړ شي.

نوموړی وايي، ډیلټا او اومېکرون بڼې په ورته مهال د وبا په بڼه خپرېږي او له خلکو یې غوښتي چې ''ډېره راشه - درشه له لومړیتوبونو وباسي. ''

بل لور کار پوهان وایي، د اومېکرون بڼې تشخیص د نورو بڼو پرتله ګران دی، او څلور یا پنځه ورځې وخت نیولی شي، نو ځکه پرې د اخته کسانو شمېر راتلونکو ورځو کې ښایي په ناڅاپي ډول پورته شي.

خو که له یوې خوا بریتانیا کې د کورونا وېروس پېښو زیاتوالي حکومت او خلک اندېښمن کړي، بل لور ته دې هېواد کې د واکسیناسیون بهیر هم تر رېکارډ چټک شوی دی.

لومړي وزیر جانس له خپلو هېوادوالو غوښتي چې د کورونا ضد واکسین اضافي خوراک واخلي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لومړي وزیر جانس له خپلو هېوادوالو غوښتي چې د کورونا ضد واکسین اضافي خوراک واخلي.

حکومت هغو کسانو ته چې پخوا یې د کورونا ضد دوه واکسینه کړي، سپارښتنه کړې چې د لا ډېر خوندیتوب لپاره دې دریم واکسین هم وکړي.

د چارشنبې پر ورځ په ټوله بریتانیا کې څه باندې ۶ نیم لکه کسانو د کورونا ضد دریم واکسین کړی.

ټاکل شوې ده چې د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن چارشنبه ماښام هېواد کې د کورونا وېروس وروستي وضعیت په اړه ولس ته وینا وکړي.‌

احتمال شته چې نوموړی بریتانیا کې د کورونا وضعیت له کبله نوي محدودیتونه اعلان کړي، خو پر ده نیوکې کېږي چې له دې بحرانه د وتلو لپاره مناسب پلان نه لري.