کورونا واکسین: جرمني کې له دې وروسته ناواکسین شوي کسان عامه ځایونو کې نه پرېښودل کیږي

د عکس سرچینه، AFP
په جرمني کې چارواکو پریکړه کړې چې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره به هغه کسان عامه ځایونو کې نه پرېښودل کیږي چې واکسین یې نه وي کړی. د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل دا پرېکړه د (( ملي پیوستون)) لړ کې یو ګام بللی دی.
د نوې پرېکړې له مخې به یوازې هغه کسان رسټورانټونو، سینماګانو، سپورټ ځایونو او دوکانونو ته پرېښودل کیږي چې د کورونا ضد واکسین یې کړی وي او یا تازه له کوویډ ناروغۍ رغېدلی وي.
جرمني کې د کورونا وېروس څلورمه څپه تر ټولو خطرناکه بلل شوې او په تېرو یوه شپه او ورځ کې ۳۸۸ تنه مړه شوي دي.
له دې سره هم مهال د کورونا وېروس د نوې بڼې (اومېکرون) د خپرېدو ویره شته. د اروپايي ټولنې روغتیايي چارواکو خبرداری ورکړی چې په راتلوکو څو میاشتو کې ښايي کوویډ۱۹ ناروغانو نیمايي د کورونا وېروس په نوې بڼې اخته وي.
د جرمني لومړۍ وزیرې مېرمن مېرکل چې د واک موده یې پای ته په رسېدو ده ویلي روغتونه ته ټولو ناروغانو ته ځای نه شي ورکولی نو (( باید د ناروغۍ د څلورمې څپې مخه ونیول شي.))
هغې ویلي دې وضعیت ته په کتو په کار ده چې د کورونا ضد واکسین اجباري کړل شي خو پارلمان باید دا ګام تایید کړي.
خو د هغې ځای ناستی اولاف شولټز چې راتلونکې چارشنبه واک ورسپارل کیږي ویلي دا ګام تایید وي.
د برلین ښاروالي مایکل مولر ویلي د کورونا د مثبتو پېښو اکثر یې هغه کسان دي چې واکسین یې نه دی کړی.
ښايي اړتیا پېښه شي چې هر کال خلک واکسین وکړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د واکسین جوړولو کمپنۍ فایزر مشر بي بي سي سره مرکه کې ویلي "ښايي راتلونکو کلونو کې کال کې یو ځل د کورونا وېروس ضد واکسین ته اړتیا وي. " ډاکټر البرټ بورلا ویلي د ده له نظره د کوویډ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د لوړې کچې خوندیتوب ته اړتیا ده.
په دې وروستیو کې بریتانیا د فایزر او مدرنا شرکتونو نه د ۱۱۴ ملیونه اضافي واکسینونو غوښتنه کړې ده چې په دوو کلونو کې یې دغه هېواد ته وسپاري او په دې سره د دوه کلونو لپاره د خپلو خلکو اړتیا پوره کړي.
د فایزر کمپنۍ له مشر سره د بي بي سي دا مرکه له دې غوښتنې او په سویلي افریقا کې د کورونا وېروس د نوې بڼې له موندلو وړاندې شوې ده.
د بریتانیا د روغتیا وزارت ویلي چې له دې کمپنۍ سره دا قرار داد داسې شوی چې که اړتیا وي د کورونا ویروس د دې نوې بڼې په ګډون چې اومیکرون نومیږي له نورو احتمالي بڼو سره د مقابلې لپاره هم چمتو وي.
فایزر شرکت هڅه کوي خپل واکسین په داسې بڼه جوړ کړي چې د ویروس له دې نوې بڼې سره د مقابلې لپاره چمتو وي او ښايي د واکسین دا نوې بڼه په سلو ورځو کې چمتو شي.
ډاکټر بورلا بي بي سي ته ویلي چې واکسینونو د ملیونونو کسانو د ژوند په ژغورلو کې مرسته کړې ده.
د روان کال تر پایه فایزر تمه لري چې د لومړۍ بڼې واکسین تولید یې درې ملیاردو ته ورسیږي. خو راتلونکي کال کې د څلور ملیارده ډوزه واکسین د جوړلو تکل لري.
د فایزر شرکت اجرایوي مشر دې مرکه کې ویلي تېر کې د نړۍ په کچه د خلکو ژوند ژغورو لپاره هڅې روانې وې ، خو په راتلونکي کال کې به ټولو هېوادونو ته د دوی د اړتیا وړ واکسین ورسیږي.
د واکسین جوړوونکو شرکتونو پر ګټې وټې نیوکې

د عکس سرچینه، Getty Images
یو شمېر نړیوالو روغتیايي مرستندویه بنسټونو پر فایزر او مدرنا کمپنیو تور لګولی چې د یوې ناروغۍ په رامنځته کېدو سره یې د ګټې لپاره نااخلاقي ګامونه اخستي دي.
فایزر شرکت روان میلادي کال کې د کورونا واکسین د پلور په بدل کې لږ تر لږه ۳۵ ملیارده ډالره ګټه کړې او د ونډو په بازار کې یې د ونډو بیه په چټکۍ مخ په لوړېدو ده.
په داسې حال کې چې د نړۍ لر او بر کې اکثرو کسانو لږ تر لږه یو ډوز واکسین کړی ، خو په ځینو افریقايي هېوادونو کې بیا په دیرشو کسانو کې له یوه تنه هم لږ کسانو ته واکسین رسېدلی دی.
د مرستندویه بنسټونو د دې نیوکې په ځواب کې ډاکټر بورلا ویلي : "مهمه ټکی دادی چې د ملیونونو کسانو ژوند ژغورل شوی دی. "
ده ویلي د واکسین په جوړېدو سره د نړۍ اقتصاد ته د تریلیونونو ډالرو زیان رسېدو مخه نیول شوې او دا چې "موږ ګټه کړې دا به موږ راتلونکې کې د داوړ ناروغیو مخنیوي لپاره نوښتونو ته وهڅوي."
د ماشومانو لپاره واکسین

د عکس سرچینه، Empics
فایزر دغه راز له پنځو کلونو کم عمر لرونکو ماشومانو لپاره د واکسین چمتو کولو په موخه څېړنې کوي. په تېره اکتوبر میاشت کې د امریکا د خوړو او درملو بنسټ د پنځو او ۱۱ کلونو ترمنځ عمر لرونکو ماشومانو ته د فایزر واکسین ورکول تایید کړي دي.
ډاکټر بورلا وايي په اروپا او بریتانیا کې به د دې عمر لرونکو ماشومانو خوندي کول یو ډېر ښه ګام وي.
هغه ټېنګار کوي چې "همدا اوس د ښوونځیو زدکوونکو په منځ کې د کورونا وېروس ډېر خپور شوی او د زدکړې سیسټم یې له جدي خطر سره مخامخ کړی دی. "
دی وايي "پر کوویډ۱۹ د ځینې اخته ماشومانو ناورغي ډېره سخته وي نو ځکه زما له نظره د دې عمر لرونکو ماشومان واکسین به ډېرې ګټې ولري."
ځینو بنسټون او هېوادونو د نړۍ په کچه د کورونا وېروس ضد واکسین ویش ناعادلانه بللی او غوښتنه یې کړې چې دې لړ کې باید بې وزلو هېوادونو سره مرسته وشي. ملګرو ملتونو هم یو پروګرام پیل کړی چې موخه یې نړۍ کې د کورونا ضد واکسیونونو عادلانه ویش دی.



















