امریکا کې د پنځو او ۱۱ کلونو تر منځ عمر لرونکو ماشومانو لپاره کورونا ضد واکسین تایید شول

A child receives a vaccine

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

امریکا متحدو ایالتونو چارواکو په دې هېواد کې د پنځو او ۱۱ کالو تر منځ عمر ماشومانو لپاره د کورونا ضد فایزر/ بایوټیک واکسین منظوري ورکړې.

دا پرېکړه د امریکا کې د ناروغیو کنټرول او مخنیوي ادارې 'سي ډي سي ' د درملو کنټرول له غور وروسته کړې.

امریکا کې له ۱۲ کالو د پورته عمر ماشومانو ته له مخکې دغه واکسین ورکول کېږي او له نوې پرېکړې وروسته به دغه هېواد کې ۲۸ میلیونه نورو ماشومانو ته یاد واکسین ورکړل شي.

ولسمشر جو بایډن په دې هکله وايي، د ماشومانو لپاره دا واکسین به ''له مېندو - پلرونو سره هغه اندېښنه ختمه کړي چې له میاشتو راهیسې ورسره ده او له ماشومانو به نورو ته د وېروس لېږد کچه هم ورسره ټیټه شي. ''

ماهرین وايي، عادي حالت ته د خلکو ورځني ژوند ګرځولو لپاره اړینه ده، چې ماشومانو ته هم واکسین ورکړل شي.

President Biden speaks to students in a New Jersey classroom

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر بایډن د نیو جرسي ایالت یوه ټولګي لیدنې پر مهال

دا پرېکړه د سي ډي سي ادارې او دغه راز په امریکا کې د درملو او خوړو څارنې ادارې څ 'ایف ډي اې ' ماهرینو د کورونا مخنیوي لپاره ماشومانو ته د واکسین ورکولو ګټې او زیانونه له سره پرتله کولو وروسته شوې.

ایف ډي اې مسوولین وايي، په ماشومانو کې د واکسین ګټورتیا پایله ۹۱ سلنې ته ورسېده او د دوی د بدن مدافعتي نظام د ۱۶ او ۲۵ کلونو عمر لرونکو کسانو له بدني مدافعتي نظام سره د پرتله کېدو جوګه دی.

ماهرین وايي، د واکسین هیڅ ډول منفي غبرګون نه دی لیدل شوی.

د پنځو او ۱۱ کلونو تر منځ عمر لرونکو ماشومانو ته به د واکسین خوراک کچه د لویانو د هغې پرتله دریېمه برخه ورکول کېږي.

مسوولین وايي، د دې واکسین لپاره به د پیچکارۍ ستن هم نسبتاً کوچنۍ کاروول کېږي او له لومړي خوراک وروسته به دویم هغه درې اونۍ وروسته ورکول کېږي.

د سې شنبې پر ورځ د این بي سي خبري شبکې په رپوټ کې د سي ډي سي یوه لوړ پوړي چارواکي له قوله ویل شوي، کوویډ - ۱۹ له کبله روان کال ۲۳۰۰ پورې ښوونځي تړل شوي وو، چې له کبله یې پر یو اعشاریه دوه میلیونو زده کوونکو او ۷۸ زره ښوونکو اغېز شوی و.

سي ډي سي اداره وايي، له پنځو تر ۱۱ کلنۍ پورې عمر لرونکي یو اعشاریه اته میلیونه امریکايي ماشومان له کورونا وېروسه اغېزمن شوي او تر دوه سوه پورې داسې ماشومان مړه شوي، چې نورې ناروغۍ هم یې درلودې.