کورونا وېروس نوې بڼه: اسرائيلو د بهرنيانو پر ورتګ بنديز ولګاوه؛ بريتانيا تازه محدويتونه لګوي

د عکس سرچینه، Reuters
په اسرائيلو کې د کورونا وېروس د نوې بڼې اومېکرون د لومړنۍ مثبتې پېښې له ثبتېدو وروسته دې هېواد ته د ۱۴ ورځو لپاره د بهرنيانو پر ورتګ بنديز لګول شوی دی.
د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې د فدرالي کابينې له تصويب وروسته دغه بنديز د يکشنبې پر شپه پیلېږي.
د روغتيا نړيوال سازمان د کورونا وېروس دغې نوې بڼې ته چې لومړی ځل په جنوبي افريقا کې ثبت شوه د اومېکرون نوم ورکړی دی. له هغه راهيسي د نړۍ ځينو هېوادونو په جنوبي افريقا او د هغو پر ګاونډيو هېوادنو د سفر بندیزونه لګولي دي.
خو دغه هېواد ويلي د کورونا وېروس د نوې بڼې د راپور ورکولو وروسته د ستايلو پر ځای يو ډول سزا ورکول کېږي.
د بهرنيانو پر بنديز سربېره د اسرائيلو حکومت په ټولو هغو کسانو چې دوه ډوزه واکسين يې کړي د دريو ورځو قرنطين او پر هغو کسانو چې واکسين شوي نه دي د اوو ورځو لپاره د قرنطين امر کړی دی.
اسرائيلو ۵۰ افريقايي هېوادونه هم د کورونا وېروس سره لېست کې شامل کړي دي.
وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو ایچ او ' د کورونا وېروس نوې بڼه 'د اندېښنې وړ ' بللې وه او ويلي يې وو چې د وېروس په دې بڼه کې خورا ډېر بدلون راغلی او لومړنۍ نښې نښانې یې پرې د بیا اخته کېدو ډېر احتمال ښيي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، ساینسپوهان به څو راتلونکو اونیو کې معلومه کړي چې دا څومره ژر انتقالېږي او اغېز یې څنګه دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
له بلې خوا بريتانيا اعلان کړی هغه څوک چې د عامه ټرانسپورټ له لارې سفر کوي او يا پلورنځیو ته ځي باید ماسک وکاروي. همدا ډول له راتلونکې سې شنبې دې هېواد ته ورتلونکي کسان بايد د کورونا ازموينه وکړي.
بريتانيا د کورونا وېروس سره لېست ته لس هېوادونه وراضافه کړي چې په هغو کې جنوبي افريقا، نميبيا، زمبابوې، بوټسوانا، لېشوټو، اېسواټني، انګولا، موزمبيق، ملاوي او زمبيا شامل دي. دا په دې معنی چې بريتانيا ته له دغو هېوادونو تلونکي کسان به په هوټل کې د لسو ورځو لپاره ځانونه قرنطين کوي.
د اروپا بل هېواد هالنډ کې د کورونا وېروس له امله د مړو شويو کسانو په شمېر کې زياتوالی راغلی دی د اومېکرون بڼې له امله په دې هېواد کې د نويو بنديزو اعلان هم شوی دی.
د نويو ګامونو له مخې په ټول هېواد کې به رستورانتونه، کافي خونې، موزيمونه، سينماګانې او نور د راتلونکو دريو اوونيو لپاره په سيمه ايز وخت د ماښام پنځه بجې تړل کېږي.
په ورته وخت کې پاکستان د کورونا وېروس نوې بڼې د خپرېدو مخنيوي په موخه پر اوو هېوادونو بنديز لګولی دی.
د کورونا سره د مبارزې ادارې په يوه اعلاميه کې ويلي، په دې هېوادونو کې هانګ کانګ، جنوبي افريقا، موزمبيق، نميبيا، لوشټو، اېسټونيا او بوټسوانيا شامل دي.




















