امریکا له سویلي افریقا نه د وګړو پر ورتګ بندیز لګوي

کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

له یو شمېر اروپايي هېوادو وروسته امریکا هم د سوېلي افریقا له اوو هېوادو خپلې خاورې ته د خلکو پر ورتګ بندیز لګوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا دغه نوې بڼه (اومېکرون) د اندېښنې وړ بللې ده.

امریکايي چارواکي وايي دوی به له جنوبي افریقا، بوستوانه، زمبابوی، نامېبیا، لیستو، ایسواتیني، موزبیق او ملاوي نه امریکا ته پر سفر لکه د بریتانیا او اروپايي ټولنې د هېوادونو په څېر بندیز لګوي.

دا بندیز سر له سبا دوشنبې نه لګول کېږي او ولسمشر جوبایډن ویلي چې دا د کورونا د نوې بڼې اومېکرون د مخینوي لپاره احتیاطي اقداماتو په لړ کې بندیز دی او تر هغه به پرځای وي چې د کورونا ویروس د دغې نوې بڼې په اړه معلومات او جزییات ترلاسه شي.

کاناډا هم خپلې پولې د هغو کسانو پرمخ تړلي چې په تېرو ۱۴ ورځو کې یې یاد شویو هېوادونو ته سفر کړی وي.

د کورونا دغه نوې بڼه اومېکرون د نومبر پر ۲۴مه نېټه د روغتیا نړیوال سازمان ته رپوټ شوه.

د کورونا دغه نوې بڼه لومړی په جنوبي افریقا کې موندل شوې او بیا نورو هېوادونو ته هم لېږدلې ده.

د سویلي افریقا د روغتیا وزیر د سفر په اړه د بندیز لګولو پر پرېکړې نیوکه کړې او هغه یې له وخته وړاندې او د روغتیا نړیوال سازمان له اصولو سره په ټکر کې بللې ده.

بلخوا ساینسپوهان وايي لا هم د کورونا د دغې نوې بڼې په اړه څېړنې کوي او په اړه یې پوره معلومات نه لري.

د روغیتا نړیوال سازمان ویلي د کورونا د دغې نوې بڼې په اړه د معلوماتو ترلاسه کول به څو اونۍ وخت ونیسي او دوی لا نه پوهېږي چې دغه نوې بڼه تر کومې کچې ساري او خطرناکه ده.

خو تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو چې د کورونا اومېکرون بڼه د پخوانیو هغو پرتله خطرناکه ده.

سایسنپوهان وايي دا یوه له هغو بڼو ده چې په چټکۍ سره خپله بڼه بدلوي او هغه واکسین چې په چین کې د کورونا پرضد جوړ شوی ښايي پر دې نوې بڼې اغیز ونلري.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا تراوسه پورې د کورونا د دغې نوې بڼې ۱۰۰ پېښې ثبتې شوې چې ډېری یې په سویلي افریقا کې دي.

دغه راز د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې پر سفر بندیز باید له وخته وړاندې ونه لګول شي او په دې برخه کې د خطر کچه او ساینسي موندنې په پام کې ونیول شي.

کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کورونا اومېکرون بڼې پېښې د بريتانيا او بلجيم تر څنګ د اروپا په نورو هېوادونو کې هم موندل شوې دي.

خو تر دې وړاندې د کورونا ویروس د دې نوې پېچلې بڼې د خپرېدا د کابو کولو په موخه برتانیا هم یو لړ نوي ګامونه اعلان کړل.

دغه هېواد ته راتلونکي خلک به د کورونا ازموینې کوي او په عامه ټرانسپورټ او پلورنځیو کې به ماسک تړل هم اړین ګرځول کېږي.

د کورونا وېروس نوې بڼه اومېکرون چې پخوا په (B.1.1.529) نامه پېژندل کېده اوس يې پېښې د بريتانيا او بلجيم تر څنګ د اروپا په نورو هېوادونو کې هم موندل شوې دي.

تر دې وړاندې په بوټسوانا، هانګ کانګ او اسراییل کې هم د کورونا وېروس پر دې بڼې اخته ناروغان ثبت شوې وو.

کورونا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په اسراییل کې تراوسه اوسه د کورونا د اومېکرون بڼې یوازې یوه پېښه ثبت شوې ده.

اسراییل دغه هېواد ته د بهرنیانو پر ورتګ د ۱۴ ورځو لپاره بندیز لګوي او د کورونا د نوې بڼې د مخنیوي لپاره د څار له سیستم نه کار اخلي.

په داسې دا بندیز د کابینې له تایید وروسته لګول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په اسراییلو کې تراوسه پورې د کورونا اومېکرون بڼې یوازې یوه پېښه ثبت شوې ده.