کورونا وېروس؛ اتریش ناواکسین شوي کسان جبري قرنطین کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
اتریش کې د کوویډ - ۱۹ نویو ناروغانو له ډېرېدو وروسته هغه کسان جبراً قرنطین کېږي چې د کورونا ضد واکسین دواړه خوراکونه یې نه وي اخیستي.
له فدرالي حکومت له لوري به د اجازې له ترلاسه کولو په صورت کې به بر اتریش، سلازبرګ ایالت او ځینې نورو سیمو کې قرنطین پلی شي.
د دې هېواد چانسلر یا صدراعظم الکساندر شالینبرګ وايي، ښايي د بې واکسینه کسانو قرنطین ''حتمي '' دی.
بر اتریش چې له جرمني او چیک جمهوریت سره پوله لري، د کوویډ نویو ناروغانو شمېر پکې خورا ډېر شوی او د واکسین شویو کسانو شمېر پکې د نورو سیمو پرتله لږ دی.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې دې هېواد کې د کوویډ - ۱۹ نویو ناروغانو شمېر ۱۱۹۷۵ کسانو ته رسېدلی او د اتریش کورونا مخنیوي کمېسیون چارواکو ویلي، دا یو داسې ګواښ دی، چې باید ''جدي وبلل شي. ''
تېره اونۍ کې د اتریش کوویډ ناروغانو شمېر د ګاونډي هېواد جرمني پرتله هم زیات و، چې د روغتیا وزیر ینز سپهان دا وروستیو کې د ناواکسین شویو وبا بللې.
جرمني کې د پنجشنبې پر ورځ لومړی ځل د ۵۰ زره ناروغانو شمېر په یوه ورځ کې ثبت شوی.
په جرمني کې د ټولټال نفوس ۶۷ اعشاریه درې سلنه خلک واکسین شوي.
دا شمېر د اتریش پرتله یو څه ډېر دی، خو خورا زیات نه دی. په برانډنبرګ ایالت کې به له دوشنبې ورځې ناواکسین شويو کسانو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې هوټلونو، رستورانونو، سینماګانو یا تیاترونو ته ورشي.
دا د قرنطین 'ټوجي ' ډول بلل کېږي چې له مخې یې واکسین شویو او یا هغو کسانو ته چې له کوویډ - ۱۹ رغېدلی نژدې کېدل محدودیږي.




















