د کډوالو کړکېچ؛ لوېدیځو هېوادونو ملګرو ملتونو کې بېلاروس غندلی

د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو امنیت شورا لوېدیځوالو غړو پر بېلاروس له دې کبله نیوکې کړې، چې له پولنډ سره پر پوله یې د کډوالو کړکېچ ته په لوی لاس لمن وهلې.

په یوه اعلامیه کې په خورا سختو ټکو پر بېلاروس تور پورې شوی، چې له کډوالو د اروپايي ټولنې ختیځو پولو کې د بې ثباتۍ رامنځته کولو لپاره کار اخلي.

د بېلاروس نژدې متحد هېواد روسیې بیا دا تورونه رد کړي دي.

له دې مخکې د بېلاروس اوږدمهالي واکمن الکساندر لوکاشینکو ګواښ وکړ چې که نوي بندیزونه پرې ولګول شي، اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته به د روسیې ګازو غځېدلې نل لیکې بندې کړي.

له پولنډ سره د بېلاروس پر پوله زرګونه کډوال چې ډېری یې کردان دي، اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته د ننوتو په تمه په خورا سخته یخنۍ کې منتظر دي.

دې کډوالو روانه اونۍ له بېلاروس سره د پولنډ پر پوله د اغزن تار پرې کولو له لارې پولنډ ته د ننوتو هڅه وکړه، خو د پولنډ پوله ساتو ځواکونو او پوځیانو پر شا وتمبول.

دا وروستیو ورځو کې دغه سیمه کې یخني خورا ډېره شوې او ویل کېږي، لږ تر لږه اووه کسان د سکاروي له کبله مړه شوي دي.

بل لور د پنجشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا له بېړنۍ غونډې وروسته په یوه مشترکه اعلامیه کې پر بېلاروس تور پورې کړی، چې ''د سیاسي موخو لپاره د کډوالو ژوند له خطر سره مخامخوي. ''

په اعلامیه کې ویل شوي، ''بېلاروس چارواکي په خپل هېواد کې دننه له پراخېدونکي بشري ناورینه د پام اړولو لپاره هڅه کوي. ''

دغه اعلامیه د فرانسې، امریکا او بریتانیا له لورې خپره شوې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا مستقیل غړي دي. په اعلامیه کې البانیا، استونیا او ایرلنډ جمهوریت هم ګډون کړی.

اروپا ته د ګازو نل لیکې بندولو ګواښ

له دې مخکې د بېلاروس مشر د کډوالو بحران لړ کې پر خپل هېواد د بندیزونو لګېدو په صورت کې اروپا ته د ګازو نل لیکو پرې کولو ګواښ وکړ.

پر پنجشنبه له اوږدې مودې راهیسې د بېلاروس واکمن الکساندر لوکاشینکو وویل:

''که دوی پر موږ اضافي بندیزونه ولګول... موږ به یې ځواب ورکړو. ''

نوموړي د روسیې د ګازو هغه نل لیکې ته په اشارې سره چې له بېلاروسه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته تېرېږي، په اشارې سره وویل:

''موږ اروپا توده ساتو او دوی موږ ته ګواښونه کوي. او که موږ د طبیعي ګازو مخه ونیسو، نو بیا؟ ځکه زه د پولنډ، لیتوانیا او نورو بې مغزو مشرانو ته وایم، چې له ویلو مخکې فکر کوئ. ''

بل لور د اروپايي ټولنې اقتصادي کمشنر پاولو ګینتیلوني وايي، اروپايي ټولنه باید د ښاغلي لوکاشینکو له ''ګواښه و نه ډار شي. ''

له دې مخکې د پولنډ لومړي وزیر ماتئوسز موراویسکي له بېلا روس سره پر پوله د کډوالو یو ځای کېدو موضوع پر سر ګاونډی هېواد بېلاروس په 'ترهګرۍ ' تورن کړ.

نوموړي یوې خبرې غونډې ته وویل:

''څه چې موږ دلته وینو، د دولتي ترهګرۍ یوه څرګندونه ده. ''

د یادونې ده، چې په سخت ساړه موسم کې له بېلاروس سره د پولنډ پر پوله زرګونه کډوال راټول شوي او غواړي د اروپايي ټولنې دې غړي هېواد ته ننوځي.