پولنډ خپلې خاورې ته د سلګونو کډوالو ننوتو مخه نیولې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

پولنډ کې چارواکي وايي، د هغو سلګونو کډوالو مخه یې نیولې چې بېلاروس سره د دې هېواد له پولې یې د اوښتو هڅه کوله.

پولنډ وايي، زرګونه نور کډوال لا هم له پولې د تېرېدو هڅې کوي. په ویډیويي کلیپونو کې سلګونه کسان پر پوله لګېدلي اغزن تار سره لیدل کېږي.

پولنډ حکومت بېړنۍ امنیتي غونډه کړې او د چارواکو په وینا سیمې ته ۱۲۰۰۰ پوځیان استول شوي دي.

پولنډ حکومت پر بېلاروس تور پورې کړی، چې کډوال یې د پولې لور ته تلو ته هڅولي او دا یې یو مخالفانه فعالیت بللی دی.

پولنډ، لیتوانیا، لاټویا هغه هېوادونه دي چې وايي، دا وروستیو میاشتو کې د بېلا روس له خاورې په غیر قانوني توګه د وراوښتونکو خلکو شمېر ډېر شوی دی.

چارواکي وايي، دا ډېری کسان له منځني ختیځ او اسیا راغلي دي.

اروپايي ټولنه بیا د بېلاروس پر واکمن الکساندر لوکاشینکو تور پورې کوي چې دا چاره د بندیزونو په تړاو په لوی لاس تنظیموي.

پولنډ چې د کډوالو او پناه غوښتونکو بېرته شړلو له کبله نیوکې پرې کېږي، پر خپله پوله اغزن تارونه لګولي دي.

د دې هېواد سرحدي ځواکونو ویلي، د سې شنبې له سهاره به کوزنیکا سیمه کې له بېلاروس سره پر پوله د تګ راتګ دروازه وتړي.

د پولې سیمه کې د شته کډوالو وضعیت تر خطرناک بریده د اندېښنې وړ بلل کېږي.

داسې حال کې چې پولنډ خپلې خاروې ته د ننوتو اجازه نه ورکوي او بېلاروس یې بېرته شاتګ ته نه پرېږدي، په خورا ساړه مني کې دغه کډوال په ځنګلیزه سیمه کې لالهاند ګرځي.

رپوټونو کې ویل شوي، یو شمېر د سکاروي له کبله مړه شوي دي.

د دوشنبې پر ورځ ناټو سازمان چارواکو وویل، دوی د پولنډ پر پوله تاوتریخجن) وضعیت اندېښمن کړي دي او په وینا یې (په سیمه کې د سولې او ثبات خوندي کولو ته چمتو) دي.

د پولنډ ملي دفاع وزارت له لوري په یوه خپره شوې ویډیو کې کډوال داسې حال کې لیدل کېږي چې د چارواکو په خبره له پولې د تېرېدو هڅه کوي.

بل لور لیتوانیا کې هم چارواکو له بېلاروس سره د خپلې پولې سیمې ته پوځیان استولي چې د کډوالو احتمالي جوپې مخه ونیسي او د بېړنیز حالت اعلانونو په هکله غور کوي.

د پولنډ ملي امنیت شورا مشر پاول وايي، دوی ''اندېښمن دي '' چې شپې مهال به یې د هېواد پر پوله د نورو خلکو جوپې هم ورشي.

بل لور د دوشنبې ورځې پېښې ته غبرګون د اروپايي ټولنې مشرې اورسولا ون دیرلین د ټولنې له غړو هېوادونو غوښتي چې پر بېلاروس رژیم نور بندیزونه هم ولګوي چې نوموړي ''له خطر سره د خلکو ژوند مخامخولو '' تور پرې ولګاوه.

بل لور بېلاروس پوله ساتو ځواکونو دولتي خبري اژانس ته ویلي، د پولنډ پولې ته څېرمه ۲۰۰۰ ''کډوال '' یو ځای شوي.

رپوټ کې ویل شوي، دا کسان د اروپايي ټولنې هېوادونو پر لور ځي، چې د چارواکو په خبره ''هلته خوندیتوب غواړي. ''