سرالیون کې د تېلو ټانکر چاودنې له امله ګڼ شمېر کسان وژل شوي

د خپرېدو وخت

د سرالیون پلازمېنه فري ټاون کې د تېلو ټانکر چاودېدو له کبله لږ تر لږه ۸۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

دغه درنه چاودنه له هغه وروسته وشوه چې د ۴۰ فوټه اوږد ټانکر له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې له یوه بل موټر سره له ټکر وروسته وچاودېد.

پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرو کې لیدل کېږي، چې د ټانکر شاوخوا کې د ګڼو کسانو سوي مړي پراته دي.

ښارواله یوني اکي ساویر وايي، زړه بوږنونکي تصویرونه یې لیدلي، خو په وینا یې د اوښتو تلفاتو کره کچه نه ده معلومه.

په یوه فېسبوک پیغام کې نوموړې ویلي:

''داسې ګنګوسې دي چې تر ۱۰۰ پورې کسانو ژوند له لاسه ورکړی، خو رسمي شمېرې لا هم نه شته. ''

بل لور ته د دولتي مړستون مسوولینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، تر اوسه پورې ۹۱ مړي وروړل شوي دي.

رپوټونو کې ویل شوي، چاودنه د جمعې پر شپه له ځايي وخت سره سم نژدې لس بجې د ویلینګټن سیمې چویترام سوپر مارکیټ مخې ته څلور لارې کې شوې، چې معمولاً پکې د خلکو خورا ډېره ګڼه ګوڼه وي.

سیرالیون کې د بحرانونو مدیریت څانګې مشر بریما بوريه سیسای له ځایيي رسنیو سره خبرو کې دا یوه ''خورا بوږنونکې '' پېښه بللې ده.

له تېرو څو کلونو راهیسې د سیرالیون دغه ساحلي ښار کې چې د اوسېدونکو شمېر یې له یو میلیون کسانو یو څه زیات دی، یو شمېر خونړۍ پېښې رامنځته شوې دي.

مارچ میاشت کې د ښار یوه بیوزله سیمه کې اور ولګېد، چې له کبله یې نژدې اتیا کسان ټپیان شول او د سیمې ۵۰۰۰ اوسېدونکي بې ځایه شول.

د ۲۰۱۷ کال اپریل کې بیا له ګڼ باران وروسته د ځمکښوېدنې له کبله د فري ټاون ۱۰۰۰ اوسېدونکي وژل شوي وو او تر ۳۰۰۰ پورې کسان له خپلو مېنو بې ځایه شوي وو.