تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستاني چارواکي وايي، هېڅ ډول بهرنیو پوځي اډو ته به په خپله خاوره کې اجازه ور نه کړي
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
پاکستاني چارواکي وايي، هېڅ ډول بهرنیو پوځي اډو ته به په خپله خاوره کې اجازه ور نه کړي، چې د نورو هېوادو پر وړاندې وکارول شي.
اسلام اباد ټینګار کړی، چې له امریکا سره کومه نوې هوکړه نه ده شوې، خو په وینا یې، له ۲۰۰۱ کال راهیسې د هوايي لارو او د ترهګرۍ-ضد ګډو هڅو یو چوکاټ شته.
دا غبرګون په داسې وخت کې مخې ته راغلی، چې امریکايي رسنیو د یوې داسې شونې هوکړې په اړه خبرونه خپاره کړي، چې له مخې به یې پاکستان امریکايي پوځ ته په افغانستان کې د هوايي عملیاتو لپاره لار ورکوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له امریکا سره د پاکستان د پټو معاملو رپوټونو ته په غبرګون کې ویلي، پاکستان له پخوا له امریکا سره د ترهګرۍ ضد همکاري لري.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار احمد وايي، له ۲۰۰۱ کال راهیسې له امریکا سره د هوايي لارو د همکارۍ یوه اډانه شته او هیڅ ډول نوی تړون یا هوکړه نه ده شوې.
سي این این خبري شبکې د خپلو دریو باوري سرچینو له قوله ویلي و، ولسمشر جو بایډن په یوه پټه ناسته کې کانګرېس ته ویلي و، امریکا په افغانستان کې د عملیاتو پر سر د هوايی لارې لپاره له پاکستان سره یوې هوکړې ته نژدې شوی دی.
دغه رپوټونو داسې وخت ورکړل شوي، چې امریکا په افغانستان کې د داعش او شپږ نورو سخت دریځو اورپکو ډلو د ځپلو لپاره د خپل وس ارزونه پیل کړې ده.
امریکايي پوځ دې ته ګوري چې څنګه کولای شي د پاکستان له لوري افغانستان ته ځانونه رسولای شی، خو څه چې څرګند دي هغه دا دي چې په وچه کې ایسار افغانستان ته دغه لاره مهمه، ارزانه او نژدې کېدلای شي.
یوې بلې سرچینې ویلي، امریکايي پلاوي پاکستان ته د سفر په ترڅ کې پر دې موضوع بحثونه کړي، خو لا هم معلومه نه ده، چې پاکستان له امریکا څه غواړي او امریکا په بدل کې څومره پیسې ورکوي.
تېره مې میاشت کې هم د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د هر ډول بهرنۍ پوځي اډې خبره رد کړې وه.
د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هغه مهال ویلي و، د امریکا د پوځي اډې په هکله راپورته شوې ګنګوسه بې بنسټه خبره ده.
نوموړي ویلي و، غواړم ووایم چې موږ نه د بې پیلوټه الوتکو لپاره لار ورکوو او نه هم پوځي اډې ورکوو.
لومړي وزیر عمران خان هم څو ځله په ټینګار ویلي، هیڅ بهرنۍ پوځي اډې ته اجازه نه ورکوي او نه غواړي خاوره یې افغانستان کې د یوې کورنۍ جګړې لپاره وکارول شي.
بل لور د ملي امنیت برخه کې د پاکستان لومړي وزیر سلاکار معید یوسف وايي، پاکستان او امریکا تېرو کلونو کې د افغان شخړې پای ته رسولو لپاره کوښښونه کول، خو د دواړو چلن په دې برخه کې بېل و.
هغه د منځني ختیځ له څېړنیز انسټیټیوټ سره په انلاین خبرو کې وویل ''د افغانستان په مسئله کې ناشونې ده، چې پاکستان بې تړاوه پاتې شي. دلته د ۱۶ سوه میله په کچه کرښه ده، پېړۍ - پېړۍ د کډوالو بهیر پر همدې لار وي، داعش هلته دی، ټي ټي پي چې زرګونه پاکستانیان یې وژلي هلته دی. ''
معید یوسف وايي، دا په دې مانا هم نه ده، چې پاکستان دې د هر څه کوربتوب وکړي، خو بې همغږۍ هم نه کېږي.
پر پاکستان بیا تېر کې د افغان حکومت او نړیوالو له لوري تورونه لګېدل چې د اورپکو پټنځایونه لري او افغانستان کې یې د جګړې لپاره د وسله والو روزنځایونو ته غېږ پرانیستې ده.