په نړۍ کې د کورونا وېروس له امله د مړينو شمېر له پنځو ميليونو واوښت

کورونا وېروس

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې د کورونا وبا له پيل راهيسې د کوويډ ۱۹ له امله د وژل شويو کسانو شمېر له پنځو ميليونو لوړ شوی دی.

په وروستيو کې واکسين د مړينې کچه راټيټه کړې خو ځينې روغتيا پوهان وايي چې ريښتينې شمېرې کېدی شي تر دې خورا لوړې وي.

روغتيا پوهان وايي، په ځينو ځايونو کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو او مړينو شمېر يو ځل بيا لوړ شوی دی.

د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس نژدې ۲۵۰ ميليونه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتيا نړيوال سازمان (ډبليو اېچ او) اټکل کوي چې په نړيواله سطحه د دې وبا له امله د ريښتينې مړينې کچه ښايي د رسمي شمېرو څخه دوه تر درې برابره لوړه وي.

په امريکا کې له ۷۴۵ زرو ډېر خلک له دې وېروسه مړه شوي چې دا شمېرې د نړۍ د بل هر هېواد پرتله زياتې دي.

د مړينو د شمېر له مخې برازيل په دويم نمبر دی. په دې هېواد کې له ۶۰۷ زره زيات کسان له دې وېروسه مړه شوي او په هند کې د مړو شويو کسانو شمېر له ۴۵۸ زرو اوښتی دی. خو روغتيا پوهان په دې باور دي چې په کليوالو او لېرې پرتو سيمو کې د مړينو ټولې پېښې نه دي ثبت شوې.

د مړينې وروستي يو میليون د تېرو دوو ميليونو پرتله ډېر وخت اخيستی دی. په ۱۱۰ ورځو کې له څلور تر پنځو ميليونو د مړينې شمېر رسېدلی خو له دريو تر څلور وميليونو پورې د مړينې کچې ۹۰ ورځې اخیستې وې.

په داسې حال کې چې واکسين د مړينې کچه کمولو کې مرسته کړې خو د روغتيا نړيوال سازمان تېره اوونۍ خبرداردی ورکړ چې دغه "وبا له ختمېدو څخه لېرې ده".

د دغې ادارې مشر ټېډروس اډهانو د اروپا هغو هېوادونو کې چې د واکسينو د ورکړې کچه په کې کمه ده، د مثبتو قضيو او مړينو زياتېدو یادونه کړې ده.

تېره اوونۍ روسيه کې د وبا له پيل راهيسې د مثبتو قضيو او مړينو تر ټولو لوړ شمېر ثبت شوې و. د نړۍ په کچه د وروستي ملیون مړینې لس سلنه برخه جوړوي.