د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر کولېن پاول له کورونا وېروس مړ شو

د خپرېدو وخت

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر کولېن پاول کورنۍ ویلي، نوموړی د ۸۴ کالو په عمر د کورونا وېروس له کبله مړ شوی دی.

کولېن پاول په ۲۰۰۱ کال کې د پخواني ولسمشر جورج بوش واکمنۍ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر شو. دا هغه کاله و چې امریکا افغانستان کې د القاعدې شبکې او طالبانو پر ضد پوځي عملیات پیل کړل او له همدې کبله ښاغلی پاول هغو کلونو کې د افغانستان په چارو کې ښکېل و.

د ښاغلي پاول کورنۍ په یوه اعلامیه کې ویلي: "یو مهربانه خاوند، پلار، نیکه او یو عالي امریکایی وګړی رانه لاړ".

په اعلامیه کې د هغو طبي کارکوونکو مننه هم شوې چې د ژوند وروستیو ورځو کې یې د ښاغلي پاول درملنه کوله. د اعلامیې له مخې، نوموړي د کورونا ضد واکسین هم بشپړ کړي وو، خو بیا هم په دې وېروس اخته او ترې مړ شو.

کولېن پاول لومړی تورپوستی کس و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر شو،‌ او تر هغه وړاندې د امریکا پوځ کې جګپوړی چارواکی پاتې شوی و. دی همدا راز په پوځی چارو کې د امریکا د ګڼو سیاستوالو سلاکار هم پاتې شوی و.

نوموړی د امریکا په پوځ کې د دندې پر مهال د ویتنام په جګړه کې ټپي شوی هم و، او د هماغې تجربې له مخې یې وروسته کلونو کې خپله پوځي او سیاسي‌ تګلاره جوړوله.

نوموړی د خپل سیاسي ژوند په اوږدو کې د امریکا د جمهوريپال ګوند غړی پاتې شوی و، خو بیا یې هم د ۲۰۰۸ کال په ټاکنو کې د دیموکرات نوماند باراک اوباما ملاتړ اعلان کړ. یو شمېر کسانو پر نوموړي له دې کبله هم نیوکې کولې چې د عراق په جګړه کې یې منفي رول لوبولی و.

نوموړي پخپله هم په ۲۰۰۶ کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه وینا کې ومنله چې د عراق جګړه د ناسمو استخباراتي مالوماتو پر بنسټ پیل شوې وه او ناسمه پرېکړه وه. کولېن پاول په ځینو مواردو کې د ولسمشر جورج بوش د تګلارو ښکاره مخالفت هم کاوه. د بېلګې په توګه نوموړي په ګوانتانامو زندان کې له بندیانو سره د کېدونکي چلن غندنه کوله.